اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې كوهاټ ته ته خپل ووټ كاسټ كولو لپاره تللې وم، په بېرته راستنېدو د دره آدم خېل په سيمه كښې زما په قافله بريد شوے، بريد كوونكو تور بېرغونه هسك كړي وو او د دوي حليه د كوم هم سياسي ګوند د كاركنانو نه وه. د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې زه كوهاټ ته خپل ووټ كاسټ كولو لپاره تللې وم، په بېرته راستنېدو د ماښام په وخت په دره آدم خېل كښې زما په ګاډي بريد وكړے شو، بريد كوونكو تور بېرغونه هسك كړي وو. دوي اول د پوليسو په ګاډي بريد وكړو ، د پوليسو د ګاډي تېرېدو نه پس بريد كوونكو زما په ګاډي ډزې پېل كړې، په ګاډي ئې د تبرونو او ډانګونو ګزارونه هم وكړل، په موټر سائيكل سواره ځينې كسان په مونږ پسې راروان وو خو مونږ د هغه ځائ نه په راوتلو كښې بريالي شو.شبلي فراز ووئيل چې په بريد كښې زه بچ شوے يم، زما ډرائيور ژوبل شوے كوم چې د پېښور روغتون ته رسول شوے او حالت ئې د خطر نه بهر ښودل شوے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په موقع زه موجود وم، ما په خپلو سترګو ډزې ليدلې دي. د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په كوهاټ كښې د بلدتياتي ټاكنو مقابله سخته ده خو بريا به تحريك انصاف ترلاسه كوي