د دبئي اېكسپو په 82 ورځو كښې 5 لكه خلقو د پاكستاني پوېلين دوره كړې. د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد

image

اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي چې د دبئي اېكسپو په 82 ورځو كښې 5 لكه خلقو د پاكستاني پوېلين دوره كړې. د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې په دې نندارتون كښې پاكستان په ورځني بنياد كلتوري ايونټ كړي دي. ده ووئيل چې راتلونكې د پاكستان د بېلا بېلو سيمو د كلتور سره معرفي كړې شوي دي. ده ووئيل چې د آرټيفيشل انټيلېجنس د لارې د پاكستان د سېلګرې ځايونو تشهير لپاره سېكرين لګول شوي دي. ده ووئيل چې د دبئي په نندارتون كښې د پاكستان پوېلين د هېواد سېلګرې، كلتور او كاروبار ودې لپاره هڅې كوي.

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں