كوم خلق چې وطن ته راستنېدو لپاره د ډيلونو انتظار كوي، هغه په سياسي توګه وړوكي دي، ن ليګي د بوټ پالش سامان سره ولاړ دي، خو څوك بوټ نه وړاندې كوي. چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې كوم خلق چې وطن ته راستنېدو لپاره د ډيلونو انتظار كوي، هغه په سياسي توګه وړوكي دي، ن ليګي د بوټ پالش سامان سره ولاړ دي، خو څوك بوټ نه وړاندې كوي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل چې تاسو ﴿ن ليګ﴾ د پاكستان تاريك دور ئې، د هواګانو رخ اوس ستاسو نه دے، چې كله رڼا راشي نو تيارې ختم شي او په پاكستان كښې هم دا شوي دي.

مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں