پاکستان سيمه ايزې او د روابطو مرستې لپاره د سارك د فعاله كردار متقاضي دے۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د سارك عمومي سېكتر سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئېلې دي پاكستان د سارك باني غړي په حېث سيمه ايزې او د روابطو مرستې لپاره د سارك د فعاله كردار متقاضي دے٬ د سارك پلېټ فارم څخه د وبائي صورتحال٬ موسمياتي بدلون او د غذائي تحفظ غوندې مشتركه چېلنجونو لپاره جامع او موثره لائحه خپلولو ته اړتيا ده۔ دا خبره ده د سارك عمومي سېكتر ايسالا رووان ويراکونسے سره كړې چا چې د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې دوي سره ملاقات كولو۔ خارجه وزير د سارك عمومي سېكتر سره په سيالكوټ كښې د سري لنكن وګړي سره په رامخې ته شوې ناوړه پېښه د غمرازۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې مونږ د افسوس وړ په دې پېښه د سري لنكا حكومت او اولس سره د غمرازۍ څرګندونه كرې ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ ټول اعلٰې سياسي قيادت، مذهبي سکالرز او پاکستاني قام د دې پېښې غندنه كړې۔ خارجه وزير عمومي سېكتر له باور وركړو د پاكستان واكداران به د دې ناوړه قتل ذمه وار خپل انجام ته رسوي۔ ده ووئيل د سارك هېوادونو ترمېنځه د تجارتي روابطو ودې پراخه موقعې موجود دي كومو څخه چې ګټې پورته كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاکستان جغرافيائي اقتصادي ترجيحات ته پام ګرځولے ٬ پاکستان د سارك غړو هېوادونو ترمېنځه د زمكې٬ هوائي او د آبي روابطو زياتولو ممرسته كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د سارك پلېټ فارم څخه د وبائي صورتحال٬ موسمياتي بدلون او د غذائي تحفظ غوندې مشتركه چېلنجونو لپاره جامع او موثره لائحه خپلولو ته اړتيا ده۔ دغسې خارجه وزير خارجه د سارك تنظيم مقاصد تر لاسه كولو لپاره د خپلې خوا مرستې باور وركړو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں