اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د آزاد كشمير صدر او آل پارټيز حريت كنفرنس په ګډه پرېكړه كړې ده چې د روانې مياشتې په 22 مه نېټه به په سرينګر كښې د كېدونكي جي 20 كنفرنس په موقعه آزاد كشمير او مقبوضه كشمير كښې بشپړ هړتال كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كشمير هاؤس اسلام آباد كښې يوې غوندې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې د آل پارټیز حریت کنفرنس پلاوي او د برطانوي پارلېمنټ غړو عمران حسېن ٬ طاهر علي او نورو ګډون وكړو۔ بېرسټر سلطان محمود چوهدري ووئيل چې په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي به په دې موقعه په نیویارک، لندن،واشنګټن، برسلز، جنیوا او د نورو هېوادونو په پلازمينو كښې بشپړه لاريونونه وباسي او د نړۍ پام به په مقبوضه كشمير كښې په لويه كچه د بشري حقونو په ضد روانو خلاف ورزيو پلو ګرځوي۔ د آزاد كشمير صدر ووئيل ما د G-20 هېوادونو سفيرانه په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د ظلم او زياتي وضعې څخه خبر كړي او دوئي ته مې د كنفرنس د بائيكاټ كولو خواست كړے دے۔