لاهور۔26فروری(اے پی پی) د پنجاب نوې ټاكلې وزيراعلی مريم نواز ګردې صوبې لپاره يو شمېر اعلانونه كولو سره وئيلي دي هغه به په پنجاب كښې هېلتھ کارډ بحال او په 12اوونيو كښې به ائیر اېمبولېنس سروس پېل كړي ٬ د پنجاب د ټولو روغتونونو په اېمرجنسي كښې به نن څخه وېړيا داروګان وركولې شي٬ روژې مباركې لپاره د نګهبان په نامه يو ريليف پېكج جوړ كړے شوے ، مستحقينو ته به خپل حق د هغوي تر درشل رسولې شي٬ د بې وزله ذهينو زده كوؤنكو د فيس بوج به پنحاب حكومت پورته كوي٬ په پنجاب كښې به لږ تر لږه 5 آئي ټي سېنټرز جوړولې شي٬ ځوانانو ته به الېکټرک موټر بائیکس وركولې شي٬ په 18 ښارونو كښې به سېف سټی پراجېکټس جوړولې شي٬ په ټولو ډویژنل هېډ کوارټرز كښې به مېټرو بس سروس پېل كولې شي٬ لږه برېښنا كارونكو صارفينو له به په قسطونو سولر پېنل وركولې شي۔ دې د ګل په ورځ د پنجاب اعلی وزېرې ټاكلې كېدو څخه وروستو د پنجاب اسمبلۍ ته خطاب كولو۔ دې ووئيل په پنجاب كښې پالېسي جوړول دي٬ سوګند پورته كولو څخه وروستو به د مسلم ليګ (ن) په منشور نن څخه عمل پېل كړم۔ دې ووئيل زه په زړه كښې د انتقام اغستو كومه جذبه نه لرم٬ يواځې د مسلم ليګ ن نه بلكې د 12 كروړه اولس اعلی وزېره يم۔ دې ووئيل دا د قدرت نظام دے اول انسان سختو سره مخ كړي او بيا ورته عزت وركړي۔ دې ووئيل اپوزيشن غړي بايد په جمهوري عمل كښې شامل شوي وو۔ دې ووئيل اپوزیشن لپاره به هم زما د دفتر دروازې پرانستې وي۔ دې ووئيل دې منصب لپاره په نامزد كولو د خپل پلار نواز شريف او د ګوند صدر شهباز شريف مننه كوم۔ دې ووئيل ما وړاندې هم دا وئيلي وو مونږ به سپېځلې نظام رامخې ته كوؤ٬ د كرپشن مخنيوي لپاره به سسټم راوړو٬ زما هېلپ لائن به اولس او هرې طبقې لپاره پرانستے وي۔ دې ووئېل رمضان المبارك لپاره د نګهبان په نامه يو ريليف پېكج جوړ كړے شوے ، مستحقينو ته به خپل حق د هغوي تر درشل رسولې شي۔ دې ووئيل د مياشتې 60 زره تنخا اخستونكي مستحقين دي ٬ د دوئي مرسته زمونږ فرض دے۔ دې ووئيل پنجاب اېجوکېشنل انډوومنټ فنډ به زياتوؤ۔ دې ووئيل د انټرن شپ لاندې به ځوانانو ته 25 زره روپۍ وركولې شي۔ دې ووئيل مونږ به ځوانانو ته سود څخه پاك قرض وركوؤ۔ ځوانانو ته به لېپ ټاپس وركولې شي۔ دغسې دوئي ته به الېکټرک موټر بائیکس وركولې شي۔ دې ووئيل په سركاري سكولونو كښې دې د زده كړو ترلاسه كوؤنكو د زده كړو معيار د نجي سكولونو د معيار برابر وي۔ دې ووئيل هرې يوې مېرمنې ته محفوظ ماحول وركول زما ذمه واري ده٬ څومره قرضې چې سړو ته وركولې شي دومره بايد مېرمنو ته هم وركړې شي۔ مريم نواز ووئيل كرونده ګرو ته به نوې مشينرۍ وركولې شي۔ دې ووئيل د سمندر پورې پاکستانیانو مسئلې به هم په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي