اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د دولت مشتركه سيكرټري جنرل پيټريشيا سكاټ لينډ په خپله وړومبۍ سركاري دوره پاكستان ته راورسيده۔پاكستان د اړخه د اروپا لپاره ايډيشنل سيكرټري خارجه شفقت علي خان په هوائي ميدان د هغې تود هركلے وكړو۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې سيكرټري جنرل پيټريشيا سكاټ لينډ به د خپلې دورې په مهال د پاكستان قيادت، كابينې غړو ، ځوانانو لارښودو ، سول سوسائټۍ نمائندګانو او نور سټيك هولډرز سره ملاقاتونه كوي۔سيكرټري جنرل د 2022 تباه كن سېلاب او موسمياتي بدلون منفي اثراتو مخنيوي لپاره به د پاكستان سره د خپل يووالي پخلے كوي۔سيكرټري جنرل به د دورې په مهال د دواړو ډلو پاكستان او دولت مشتركه ترمينحه شريكو ګټو په نورو څانګو كښې مرستې زياتولو په اړه هم خبرې اتري كوي،چې پكښې د پاكستان پرمختيائي منصوبے ، ځوانانو خپلواكه كولو ، تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول شامل دي۔