هيپاټائټس په نړيواله كچه يو لوئ چيلنج دے،د هيپاټائټس څخه بچ كيدو او د دې د ختمولو لپاره په ګډه هڅو ته اړتيا ده:صدر مملکت آصف علي زرداري

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي هيپاټائټس په نړيواله كچه يو لوئ چيلنج دے،هيپاټائټس په وجه زمونږ هېواد كښې صحت عامه د زيات خطر سره مخ دے،هيپاټائټس څخه بچ كيدو ، سکريننګ او درملنې اهميت په اړه به خبرتيا پيدا كول وي، د هيپاټائټس څخه بچ كيدو او د دې د ختمولو لپاره په ګډه هڅو ته اړتيا ده۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع په خبل پيغام كښې ووئيل هيپاټائټس په نړيواله كچه يو لوئ چيلنج دے،هيپاټائټس يو خاموش قاتل دے ځكه چې د دې علامات نه څرګنديدو سره د خپريدو خطر زياتيږي،هيپاټائټس له امله هر كال په نړيواله كچه ګڼ شمير كسان د ژوند څخه لاس وينځي۔صدر مملکت ووئيل هيپاټائټس له امله زمونږ په هېواد كښې صحت عامه زيات خطر سره مخ دے،پاکستان كښې د هيپاټائټس رنځورانو زياتې شميرې په وجه زمونږ د صحت په نظام بوجھ پريوځي ،صحت عامه دې مسئلے مخنيوي لپاره په پراخه ډول سکريننګ او په وخت تشخيص ته اړتيا ده۔صدر مملکت ووئيل سکريننګ او په و خت تشخيص سره به د پاکستان د صحت عامه په نظام بوجھ کم شي،په وخت اقدامات نه كولو سره په پاکستان كښې د هيپاټائټس کيسونو شميره زياتيدې شي،مونږ له د اولس د صحت تحفظ لپاره د پريكړې وړ اقداماتو ته اړتيا ده۔صدر مملکت ووئيل ټول هېواد كښې احتياطي تدابير ته وده وركولو ، سکريننګ، ټيسټنګ او درملنې آسانيو زياتولو له به اقدامات کول وي،هيپاټائټس څخه بچ كيدو ، سکريننګ او درملنې اهميت په اړه به خبرتيا پيدا كول وي،هيپاټائټس څخه بچ ك يدو او د دې د خاتمے لپاره اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔صدر مملکت ووئيل ميډيا ، تعليمي ادارے ، استاذان او سول سوسائټۍ له به د هيپاټائټس په اړه وګړو كښې خبرتيا پيدا كول وي،راځئ چې په ګډه د هيپاټائټس څخه پاك پاکستان جوړولو له ك ار وكړو۔

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں