اسلام آباد۔19اګست(اے پی پی) د لیبیا په پلازمينه طرابلس كښې د هېواد د مركزي بنك (سی بی اېل) د سینئرعهدېدار تښتونې پېښې او د نورو اهلكارو په ضد د دړكو رامخې ته كېدو څخه وروستو بنك خپل آپرېشنز معطل كړې دي۔ د رشیا ټوډے رپورټ له مخې د سي بي اېل لخوا تېره ورځ په جاري شوي بيان كښې ووئيل شول يوې نامعلومه ډلې د بنك آئي ټي ډائرېكټر مصعب المسېلم د خپل كور مخې څخه تښتولے دے۔ بنك ووئيل تر كومې چې مصعب المسېلم راخوشې كړے شوے نه وي بنك به خپل كار نه پېل نه كوي۔ د رپورټ له مخې د مصعب المسيلم تښتولو څخه وړاندې وسله والې ډلې په طرابلس كښې د مركزي بنك د هېډ كوارټر محاصره وكړه او د بېنك ګورنر صديق الكبير څخه يۍ استعفی وغوښتله۔