اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په ضلع خېبر كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب انټيلي جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړي ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل سکيورټي فورسز د جرات پهه څرګندونه كوول ترهګر وژلي دي۔ صدر د عملياتو په مهال د ځوانانو په شهادت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرو تر بشپړه خاتمې به كاروائۍ روانې ساتو۔ صدر مملکت ووئيل د هېواد په امن او امان به كومه سمجهوته نه كوٶ، د مورني هېواد تحفظ لپاره به هر ډول قربانۍ څخه ډډه نه كوٶ۔ صدر مملکت د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔