هيواد پريښودونكو له پارلیمان كښې نمائندګي وركولو لپاره د دستور (ترمیمی) بل 2024 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) پاکستاني هېواد پرېښودونكو له په پارلیمان كښې نمائندګي وركولو لپاره د دستور (ترمیمی) بل 2024 قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شو۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې نور عالم خان تحریك وړاندې كړو چې اسلامي جمهوريه پاکستان د دستور آرټیکل 51، 59 او 106 كښې د ترمیم کولو بل د وړاندې كولو دې اجازه راكړې شي۔ده ووئيل بايد سېنېټ ، قامي او صوبائی اسمبلیو كښې پاکستانی تارکین وطن لپاره مخصوص چوكۍ بيلي كړې شي۔د قانون وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په دې وړاندې هم كار شوے،هغوي زمونږ لازمي برخه ده،هغوي د پاکستان په پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ده د بل مخالفت نه كولو سره ووئيل دا دې کمېټۍ ته ولېږلې شي، دوه ځائيز شهريت سره د پارلمان برخه نه شي جوړيدے خو د چوكو بيلولو په اړه کمېتۍ كښې خبرې اترې كيدې شي۔ دغسې د تحریك منظورۍ نه پس نور عالم خان بل وړاندې كړو كوم چې اړوندي قائمه كمېټۍ ته ولېږلے شو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں