او آئي سي او ملګرو ملتونو په افغانستان كښې په شريك كار كولو ، او آئي سي افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاكنه اتفاق كړے. د خارجه وزير شاه محمود قريشي د او آئي سي سېكرټري جنرل سره شريك خبري كانفرنس ته وېنا

image
APP63-191221 ISLAMABAD: December 19 – Pakistan Foreign Minister Shah Mahmood Qureshi along with Secretary General of the Organization of Islamic Cooperation(OIC) Hissein Brahim Taha addressing press conference on the sidelines of the 17th CFM on the humanitarian situation in Afghanistan at Parliament House. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې او آئي سي او ملګرو ملتونو په افغانستان كښې په شريك كار كولو ، او آئي سي افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاكنه اتفاق كړے، د غونډې په نتيجه كښې په افغانستان كښې د انساني الميې په اړه شعور بېدار شوے، په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي او اقتصادي بحالې لپاره كه په سمدستي توګه اقدامات ونه كړے شول نو انساني الميه پېدا كېدې شي، دا شريكه ذمه واري ده، پاكستان يوازې دا كار نه شي ترسره كولې، امريكا او لوېديځ هېوادونه په منطقه كښې استحكام لپاره د پاكستان د كردار ستائنه كوي. د اتوار په ورځ د او آئي سي د خارجه وزيرانو د غېر معمولي كانفرنس نه پس د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طه سره شريك خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير ووئيل چې په كانفرنس كښې شل خارجه وزيرانو، لس نائب خارجه وزيرانو، 70 پلاوو، پي فائيو، اروپائي اېتلاف، ملګرو ملتونو او د نورو مالياتي ادارو پشمول د المان، جاپان او اټاليا استازو ګډون وكړو. ده ووئيل چې په كانفرنس كښې ګډون كولو لپاره د راغليو او او آئي سي د غړو مننه كوو. خارجه وزير ووئيل چې مونږ د امريكې د ځانګړي استازي تهامس وېسټ مثبت خيالات هم واورېدل، د هغه د بيان څخه معلومېږي چې د امريكې په نظر كښې بهتري راغلې. ده وئيلي دي چې امريكا طالبانو سره مخ په وړاندې تلل غواړي او د افغان اولس په ستونزو كښې كمې غواړي. په غونډه كښې افغان پلاوي هم برخه واخسته او نړۍ ئې د صورتحال نه خبره كړه. ده ووئيل چې هيله ده دا غېر معمولي غونډه به د يو پل كردار ترسره كړي. په غونډه كښې د افغان اولس په كشالو څرګندې خبرې شوې دي او دې سره په افغانستان كښې د انساني الميې په اړه شعور بېدار شوے. په غونډه كښې د افغانستان او فلسطين په اړه دوه دستاوېزات په اتفاق سره منظور كړے شوي دي. ده ووئيل چې په غونډه كښې په افغانستان كښې د انساني بحران او اقتصادي تباهې په اړه نړۍ ته پېغام وركړے شوے كه چې د 38 مليونه افغان اولس حالت ته پام ونه كړے شو او په سمدستي توګه اقدامات ونه كړے شول او انساني الميه پېدا كېدې شي. كه چرته د افغانستان صورتحال ته پام ونه كړے شو نو منطقه يو ځل بيا ترهګرې سره مخ كېدې شي او دې سره به نه يوازې ګاونډي هېوادونه بلكې ټوله منطقه آغېزمنه شي. خارجه وزير ووئيل چې دا شريكه ذمه واري ده، پاكستان دا كار يوازې نه شي ترسره كولې. خارجه وزير ووئيل چې د غونډې د لارې اسلامي امت ته نه بلكې نړۍ ته پېغام رسول غواړو. د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل چې پاكستان هند سره د تاٶ تريخوالي باوجود هم يو مثبت قدم پورته كړے، دوي پنځوس زره ټنه غنم افغانستان ته وركول يا ئې مونږ ازمائيلو، مونږ دوي ته دا موقع ورنه كړه او پاكستان په لار د غنم وړلو هند ته اجازه وركړه. د افغان اولس د مالي مرستې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل چې ټرسټ فنډ جوړ كړے شوے، خو تراوسه كومه مرسته نه ده ترلاسه شوې، كوم د بانك اكاٶنټ نشته چې مرسته لاړه شي. د بانك اكاٶنټ تشكيل سره به جوړ شوے فنډ فعاله شي. ده ووئيل چې انساني مرسته به مشروط كولې نه شي، نړيوال بانك 280 مليونه ډالر وركړي دي، نړيوالو مالياتي ادارو د 1.2 اربه ډالرو د نه استعمال شوي فنډ د استعمالولو اشاره وركړې ده. ده ووئيل چې د نجي افغان بانكونو د بېرته فعاله كولو تجويز وركړے شوے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل چې لا د افغان حكومت تسليم كولو وخت نه دے راغلے، ورو په ورو به مخ په وړاندې تلل وي. د افغانستان د لنډمهاله حكومت د كاكردګۍ په اړه خارجه وزير ووئيل چې د ملګرو ملتونو رپورټ دے چې د افغان طالبانو د لنډمهاله حكومت نه پس د كسټم جمع كولو لړې دوه چنده شوې او د افغانستان لنډمهال خارجه وزير وئيلي دي چې هغه ټولشموله حكومت لپاره پوخ عزم لري. متقي وئيلي دي چې په وړومبي پړاٶ كښې يو شمېر ډلې په حكومت كښې شاملې كړې شوې دي او په دوهم پړاٶ كښې به نورې ډلې شاملې كړې شي. خارجه وزير ووئيل چې تېره ورځ د ده د ازبكستان خارجه وزير سره په ټيليفون خبرې شوې دي كوم چې د افغانستان په اړه په سيمه ايزه غونډه كښې ګډون كولو لپاره نوي ډيلي ته روان و نو ما هغه ته ووئيل چې تاسو د نوي ډيلي چارواكي پوهه كړئ چې هغه منفي رويه ترك كړي او مثبت رويه دې خپله كړي. خارجه وزير ووئيل چې كه په افغانستان كښې د بانك چېنل نه بحال كېږي نو د مرستې په رسنه كښې به ستونزې وي. د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طه ووئيل چې د عونډې كوربتوب لپاره د پاكستان د خارجه وزير مننه كوم. په غونډه كښې د او آئي سي د غړو هېوادونو، پي فائيو، اروپائي اېتلاف او د نورو هېوادونو ګډون د غونډې كاميابي ده. سېكرټري جنرل ووئيل چې غونډه ډېره مهمه وه، د دې به ښې نتيجې راوځي. دا يوازې د يوې ورځې كانفرنس نه بلكې د دې به تاريخي آغېز وي. ده ووئيل چې په غونډه كښې اروپائي اېتلاف، امريكې او د برتانيې پشمول مهمو هېوادونو ګډون وكړو او د مرستې اعلان ئې هم وكړو. د افغان وروڼو د مرستې اعلاناتو سره امېد پېدا شوې. د ژمي له امله د افغان اولس ستونزې زياتې شوې دي. سېكرټري جنرل ووئيل چې اسلامي پرمختيائي بانك د افغانستان مرستې لپاره د خاص اكاٶنټ پرانستلو اعلان كړے. د افغان اولس مرستې لپاره يو ځل بيا د خپل عزم څرګندونه كوو. ده ووئيل چې د اسلامي پرمختيائي بانك له مخې افغانستان لپاره په جوړ كړې شوي ټرسټ فنډ كښې به ټول هېوادونه مرسته جمع كوي. ده ووئيل چې اسلامك فقه اكېډمۍ او علما سره رابطې كولو سره به په افغان ډلو كښې اتفاق پېدا كړې شي. سېكرټري جنرل ووئيل چې د پاكستان او سعودي په هڅو په كاميابه غونډه كولو او افغان اولس لپاره په هڅو كولو مننه كوو.

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں