خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي سره د سعودي عرب سفير وليدل

image

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرسته زياتولو عزم لرو۔ دا خبرې ده په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف المالکي سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره په خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان او د سعودي عرب ترمېنځه په يوه عيقده٬ كلتور٬ تاريخ او د ستراتېژك مرستې په بنياد آډانه د ورورولۍ اړيكې قائم دي۔ ده ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو مشران د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرسته د زياتولو عزم لري او دواړو وروڼو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل معاونت كړے ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي ووئيل د پاکستان په تعمير او ترقي كښې د سعودي واكمنو مرستې ته د قدر په سترګه ګورو

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں