د افغانستان اولس ستونزې كمولو لپاره مرسته كول د وخت ضرورت دے۔شوكت ترين

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار شوکت فياض ترين وئيلي دي چې د افغانستان اولس ستونزې كمولو لپاره زياته مرسته كول د وخت ضرورت دے۔ د اتوار په ورځ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل پاکستان افغانانو سره انساني مرستې لپاره هر ډول ممكنه ستړې كوي۔ ده ووئيل وخت راغلے دې لوے طاقتونه د افغانستان وضعې په مشكلاتو پوهه شي او په دې لړ كښې فعاله كردار ولوبوي۔ ده ووئيل نړۍ له به په افغانستان كښې پرمختګ لپاره كردار لوبول وي، په بنيادي توګه مونږ له د انساني بحران ممكنه الميه كمول دي۔ ده د مالي بنديزنو لرې كولو په ضرورت زور رواړو كوم چې د عمل وړ هواري په لاره كښې بنيادي خنډ دې

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں