اسلام آباد 19دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د افغانستان كمزورې آبادي په انساني بنيادونو د مرستې وركړې او د نړيوالې ټولنې لخوا د معاشي ګډون سخت ضرورت دے. ده دا خبرې د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل د 17مې غېر معمولي غونډې په موقع د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طه سره د ملاقات په مهال وكړې. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د او آئي سي سېكرټري جنرل د پاكستان د وړومبې دورې هركلې وكړو او د او آئي سي كونسل د خارجه وزيرانو د كونسل په غېر معمولي غونډه كښې ئې په ګډون كولو د ده مننه وكړه. ده په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د او آئي سي هڅې وستائيلې. ده د افغانستان كمزورې ابادې لپاره په انساني بنيادونو د مرستې او د نړيوالې ټولنې لخوا د معاشي مذاكراتو د ضرورت اهميت په ډاګه كړو. وزيراعظم په ټوله نړۍ كښې مسلمانانو ته ورپېښ د اسلاموفوبيا چېلنج هم په ډاګه كړو. ده تجويز وركړو چې او آئي سي دې د ټولې نړۍ خلق حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم سره د مسلمانانو د محبت او عقيدت مندې نه خبرولو لپاره مشري وكړي. وزيراعظم په مقبوضه جمو و كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو ژوره اندېښنه وښودله. د او آئي سي لخوا د كشميريانو د ملاتړ ستائنه كولو سره ده د آو آئي سي سېكرټري جنرل ته خواست وكړو چې هغه دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د جمو و كشمير شخړې حل لپاره ملاتړ روان وساتي. د او آئي سي سېكرټري جنرل د افغان اولس د انساني بحران مخ نيوي لپاره د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په غېر معمولي غونډه رابللو مننه وكړه. ده په پاكستان كښې په بشپړه كوربتوب د پاكستان او د پاكستان د اولس هم مننه وكړه.