وړومبې مېرمن بېګم ثمينه علوي د پېښور ميوزيم دوره وكړه، د منطقې د پياوړې ورثې په تحفظ د خېبر پښتونخو د حكومت د هڅو ستائنه

image

پېښور 26 دسمبر(اے پي پي) د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي كورودانې بېګم ثمينه علوي د پېښور ميوزيم، هېريټېج ټرېل او سېټھي هاٶس دوره وكړه او د منطقې د پياوړې ورثې په تحفظ ئې د خېبر پښتونخو د حكومت د هڅو ستائنه وكړه. وړومبې مېرمن ته د خېبر پښتونخوا د آركيالوجي اېنډ ميوزيم ډائرېكټر ډاكټر عبدالصمد خان د پېښور ميوزيم د چارو په اړه بريفنګ وركړو. بېګم ثمينه علوي د پاكستان د پاتې اثارو د ورثې تحفظ لپاره د صوبائي حكومت هڅې وستائيلې. هغې د پېښور ميوزيم د ودانې د بحالې او د ګندهارا آرټ د نړۍ د لوئې ذخيرې ستائنه وكړه. هغې د خيال ساتنې په لړ كښې پېښور ميوزيم غوره ميوزيم وګرځولو.

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں