اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزير مملكت فرخ حبيب، وزيرمملكت علي محمد خان او د وزيراعظم خاص استازي طاهر محمود اشرفي د افغانستان په صورتحال د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په غېر معمولي غونډه كښې ګډون كولو لپاره راغلي د اسلامي هېوادونو خارجه وزيران د اسلام آباد په هوائي اډه رخصت كړل. دوي د تركيې، مالېزيا، متحده عرب اماراتو، بحرېن او د سعودي خارجه وزيران او د دوي پلاوي رخصت كړل. په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب او وزير مملكت علي محمد خان مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې پاكستان د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 17مې غېر معمولي غونډې كوربتوب كړے. دوي ووئيل چې د زياتره اسلامي هېوادونو خارجه وزيران، د ملګرو ملتونو نائب سېكرټري جنرل او د اسلامي پرمختيائي بانك مشر هم پاكستان ته راغلے او د دې ټولې نړۍ ته يو قوي پېغام تللې. د اطلاعاتو وزير مملكت په كانفرنس كښې په ګډون كولو د الوداع په مهال د خارجه وزيرانو مننه هم وكړه.