خېبر پښتونخوا كښې د مضبوط ځائې حكومت لوظ يوازې عمران خان ترسره كړو، په دويم ځل خېبر پښتونخوا كښې سپيځلې ټاكنې وشوې، وفاقی وزیر چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدري فواد حسېن وئيلي دي خېبر پښتونخوا كښې د مضبوط ځائي حكومت لوظ يوازې عمران خان پوره كړې، په دويم ځل خېبر پښتونخوا كښې سپيځلې ټاكنې وشوې، عمران خان يوازينې لارښود دې چا چې خپلې ذاتي ګټي شاته كولو سره د هېواد او اولس لپاره سوچ كړې۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د خېبر پښتونخوا ټاكنې په دوه حقله مهمې دي ،اول دا چې په وړومبې ځل د تحصیل په كچه نيغ په نيغه د ووټ د لارې ټاكلې شوې نمائندګانو ته اختیارات منتقل كېږي او بل دا چې په وړومبې ځل سپيځلې ټاكنې وشوې۔ ده ووئيل يوازې عمران خان هغه لارښود دې كوم چې خپلې ذاتي ګټې شاته كولو سره د هېواد او اولس لپاره سوچ كړې ، ګنې دا څومره آسانه ده چې د وزیراعلیٰ په صورت كښې يو ډكټېټر وساتلې شي او هغه كار كوي كوم چې د پي پي پي او ن ليګ روايت دې،د سندھ وګړي نن هم د دې رويې ښكار دي۔ هغه زياته كړه چې اوس په پنجاب كښې هم خپلواكه نظام جوړېږي۔

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں