تهران استنبول رېلوے فرېټ سروس به په منطقه كښې ګېم چېنجر ثابت شي، دې سره به د درېو هېوادونو تجارت وده ومومي. اعظم خان سواتي

image
APP55-211221 ISLAMABAD: December 21 - Foreign Minister Makhdoom Shah Qureshi cutting ribbon on inauguration of (I.T.I) Islamabad Tehran Istanbul Freight train. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئيلي دي تهران استنبول رېلوے فرېټ سروس به په منطقه كښې ګېم چېنجر ثابت شي، دې سره به د درېو هېوادونو تجارت وده ومومي.پاكستان رېلوے به په سباؤن كښې د مسافر ټرين چلولو پلان هم جوړوي۔ده دا خبرې په اسلام آباد كښې د مارګله په رېلوے سټېشن د اسلام آباد تهران٬استنبول فريټ ټرين پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د تركيې سفير احسن مصطفی هم وېنا وكړه۔د رېلوے وفاقي وزير په خپله وېنا كښې ووئيل نن د پاكستان رېلوے د تاريخ تر ټولو لويه يادګار ورځ ده۔ده ووئيل اسلام آباد تهران او استنبول ترمينځه به د دې نه پس د مسافرو رېل ګادې هم چلولې شي۔د رېلوے وفاقي وزير ووئيل مونږ د خپل هېواد د تجارت لارې پرانستې دي٬درآمد او برآمد كوونكو لپاره دا ډېره لويه موقع ده٬د اسلام آباد تهران استنبول د رېلوے لار به د پاكستان په تاريخ كښې ډېره مهمه ثابته شي۔د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل د منطقې د هېوادونو پرمختګ لپاره سيمه ايز روابط ډېر مهم دي۔ده ووئيل يو وخت به راځي چې مونږ به د افغانستان د لارې تر اروپا د رېلوے ټريك ولرو۔د تركيه سفير احسن مصطفٰی هم سيمه ايز روابط د اوسني دور مهم ضرورت وګرځولو او وې وئېل فريټ ټرين په پاكستان كښې د رېلوے د وزارت لويې مهم اقدام دے۔دستورې خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم وېنا وكړه او وې وئېل مونږ د جيو پوليټكس څخه د جيو اكنامكس پلو منتقل شوي يو٬ډېر زر به د مسافرو رېل ګاډې هم روان شي۔ده ووئيل مونږ معاشي ډپلو ميسي زياتول غواړو او دې لپاره به مونږ له په ګډه په كار كول وي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں