كراچې 26 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې كه نواز شريف راځي نو زه د خپل جېب څخه د ټكټ وركولو وړاندېز كوم، ستاسو د كورنۍ خلق د وړاندې نه دلته موجود دي، تاسو هم راشئ كوم فرق به ونه شي، وزيراعظم عمران خان چرته هم نه ځي، د كرپشن چې څومره ثبوتونه د شهباز شريف په ضد دي، په نړۍ كښې د بل چا په ضد نشته، ستاسو په شان غله زمونږ ګرېوان ته لاس نه شي اچولې، وزيراعظم عمران خان به تر وروستې سلګۍ د كرپشن په ضد مبارزه كوي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په ځائي هوټل كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې نواز شريف د ناروغې ډرامه كولو سره د دې ځائ څخه تللې، هغه په يقيني توګه صحت مند دے ځكه چې كوم ډاكټر ته خو تللې نه دے، په لندن كښې يوازې د هېواد په ادارو بريد كوي.