اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسدعمر وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې د كرونا وېكسينېشن د 15 كروړه نه زيات شوېدے۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل په مجموعي توګه د واكسين لګولو شمېره اوس د 15 كروړه نه زياته شوې ده٬ په صوبو كښې پنجاب د ټولو نه وړاندې دې چرته چې 68 فيصده اهل آبادۍ وړومبې خوراك لګولې دې٬ خېبرپښتونخوا كښې 57 فيصده٬ سندھ كښې 51 فيصده او بلوچستان كښې 38 فيصده كسانو واكسين لګولې دې۔ ده ووئيل بلوچستان په دسمبر كښې ډېر ښه كار كړې دې چې ورسره وېكسينېشن كښې په تندۍ سره اضافه شوې ده۔ وفاقي وزير يو ځل بيا اولس ته اپيل كړې دې چې په اېس او پيز عملدرآمد سره واكسين وكړۍ