لاهور 28 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اتوار په ورځ په داتا دربار حاضري وكړه، فاتحه خواني كولو سره ئې د هېواد او مسلمانانو سلامتيا لپاره دعا اوكړه۔ محمد اسحاق ډار د مزار شريف د تعمير او توسيع كار جاج هم واخست او راروان عرس شريف 23 اګست 2024ء څخه وړاندې ئې د لارو سمولو او سېلګرو لپاره د لارو پراخه كولو سپارښتنه وكړه۔په دې موقع د اوقاف سيکرټري ده له بريفنګ وركړو چې د داتا صاحب کلن عرس مبارك څخه وړاندې ضروري تعميراتي چارو پشمول د سېېلګرو او ميلمنو لپاره ښه آسانۍ به باوري كولې شي، د لنګر اخستلو او ترسيل پشمول د نورو چارو لپاره کمېټۍ جوړي شوېدي۔وياند له مخې د مزار شريف د تعمير نو کار په تندۍ سره روان دے،كوم كښې چې د اوقاف، نيسپاك، مدينه فاؤنډېشن اوانجم حفيظ کنسټرکشن ډلي دوه شفټونو كښې كار كولو كښې بوښت دي او د اوقاف سيکرټري هره ورح د تعميراتي چارو پخپله مانيټرنګ كوي۔په دې لړ كښې د وړومبي پړاؤ ډيډلائن15 اګست مقرر شوې،دې نه پس به د عرس په اړه د مزار شريف فلورنګ کولو سره د سېلګړو لپاره لاري سمولو كار كولې شي۔په دې موقع ډپټي ډائريکټر ايډ منسټريشن اوقاف آصف اعجاز، ايډ منسټريټر اوقاف توقير محمود وټو، مينجر زاوقاف داتا دربارشيخ جميل احمد، طاهر مقصود،اوقاف، نيسپاك او کنسټرکشن کمپنۍ انجينئرز پشمول نور افسران هم موجود وو۔