اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د دې خبرې پخلے كړے چې پاکستان دولت مشترکه سره رابطې٬ تعليم، د ځوانانو او مېرمنو اختيارمندو جوړولو او کلائميټ ريزيلينس تګلارې ته ودې وركولو لپاره عزم لري۔ نائب وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د دولت مشتركه عمومي سېكرترې پيټريشيا سکاټ لينډ سره د ملاقات نه وروستو شريك پريس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د 21مې پېړۍ چيلنجز مخنيوي لپاره دولت مشترکه قوي كولو او جديد كولو لپاره د اقدامات ملاتړ لپاره د پرعزم پاتې كېدو سره سره د غړو هېوادونو ترمېنځه فعاله كردار لوبوي۔ ده د عمومي سېكرترې د تنظيم اقدارو او مشن ته ودې وركولو لپاره نقطه نظر جديد كولو كښې د كردار اعتراف وكړو۔ نائب وزيراعظم د سېلاب نه وروستو د پاكستان مرستې سره سره د تعليم، د ځوانانو اخيتار منده جوړولو، صلاحيت سازۍ او کلائميټ ريزيلينس كښې مرستې ته تقويت له د دوي د كردار ستائنه وكړه۔ ده د دولت مشتركه په كردار زور رواړلو سره ووئيل دوي دې د غړو هېوادونو ترمېنځه پخوانۍ شخړې په تندۍ سره هوارې كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرامد لپاره دې فشار واچوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د سيمه ايزو رابطو تګلارې په اړه د پاكستان وژن د دولت مشتركه وژن سره مماثلت لري۔ ده په تعليم، هنر، ځوانان او مېرمنې اختيارمندو كولو، صحت او د ماحولياتو تحفظ هدفونه سر كولو كښې د مرستې د پراختيا د موقعو هم ذكر وكړو۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د دولت مشترکه عمومي سېكرټرې ته ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په اکتوبر كښې په “اپيا ساموآ” كښې د دولت مشتركه د حكومتي مشرانو كېدونكې غونډه كښې ګډون ته سترګې په لاره دے۔ ده ووئيل په ستمبر كښې د دولت مشترکه خارجه وزيرانو د غونډې په موقع به زده ګډون كوونكو خارجه وزيرانو سره خبرې اترې كوم۔ په دې موقع عمومي سېكرترې پيټريشيا سکاټ لينډ د پاکستان لخوا د دولت مشترکه د پرله پسې مرستې ستائنه وكړه۔ دې ووئيل زه د كال 2022 د تباه كونكې سلاب څخه وروستو د پاكستان دوره كوم دغسې چې زه دا اوګورم چې پاكستان څنګه بيا ترقي وكړه ځكه چې سېلاب كښې د 33 مېليونه نه زيات پاكستانيان ځپلې شوي وٶ او په دغې كښې د 20 لكه نه زيات د كورونو او روزګار نه محروم شوي ۔ پيټريشيا سکاټ لينډ د دولت مشركه اصولو لپاره د پاکستان د عزم ستائنه كولو سره ووئيل د پاكستان د 30 كالو نه كمر عمر 65 فيصده آبادي به نه يوازې د سباٶن راهنما وي بلكې دولت مشتركه سره به د يو بهتر سباون جوړولو له مرسته هم وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان د خبرو اترو د لارې نه يوازې امن او د پرمختګ غوندې اقدار برقرار ساتلې بلكې د آزادۍ او خپلواكۍ احترام هم كوي۔ ده ووئيل پاکستان دولت مشترکه ته په مهمو مسئلو اتفاق راپېدا كولو لپاره د يو فورم په توګه ګوري۔ ده ووئيل پاکستان د خپلې جغرافيائي محل وقوع په اعتبار سره خپل ځان تجارت لپاره يو سيمه ايز مركز ګڼړي ځكه چې سيمه ايز روابط به ځوانانو لپاره د روزګار موقعې راپېدا كړي او مرستې لپاره به حالات رامخې ته كړي۔ ده د عمومي سېكرترې پيټريشيا سکاټ لينډ تر كال 2030 د انټرا کامن ويلتھ تجارت تر 2 ټريلين ډالرو د زياتولو د وژن هم ستائنه وكړه۔ د دولت مشترکه عمومي سېكرټرې ووئيل په دولت مشترکه كښې 2.7 اربه كسان يا د نړۍ په دريو كښې يوه برخه شامله ده، د دولت مشترکه رياستونو سره تجارت د نورو هېوادونو په مقابل كښې زيات تند ارزان او آسان دے۔ د يادونې وړ ده د دولت مشترکه عمومي سېكرتري پيټريشيا سکاټ لينډ په سركاري بلنه د پاكستان په پنځه ورځنۍ دوره راغلې ده ۔