د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د كراچۍ بندر ځايونه ګتور جوړولو او هېواد كښې د تګ راتګ ښه والي لپاره غونډه

image
APP30-221124 ISLAMABAD: November 22 – Federal Minister for Planning; Development & Special Initiatives; Ahsan Iqbal; chairing a high-level consultative meeting on enhancing the efficiency of Karachi ports by improving hinterland connectivity. APP/MAF/FHA

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال اسلام آباد كښې د كراچۍ بندر ځايونه ګتور جوړولو او هېواد كښې دننه د تګ راتګ ښه والي لپاره د اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزارت سېكرټري اويس منظور سمرا٬د انفراسټركچر ممبر وقاص انور٬د پرائيوېټ پارټنرشپ اتهارټي چيف ايګزېكټو افسر٬د سمندري چارو وزارت٬مواصلات٬رېلوے٬ايوي اېشن ډويژن او كامرس ډويژن سينئر استازو ګډون وكړو۔د غونډې په مهال د انفراسټركچر ممبر وقار انور د بندرځايونو كاركردګۍ زياتولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده د وزيراعظم آفس د جوړې كړی كمېټۍ پېشرفت نه خبر كړو كومه چې د كراچۍ بندرځايونو ته رامخې ته شوو مسئلو حل كولو لپاره جوړه كړی شوې۔وقار انور ووئيل د پاكستان بهرني تجارت جي ډي بي كښې برخه 26 فيصد ده كومه چې په نړيوال اوسط د 44 فيصد څخه كمه ده۔د كال 2015 نه تر 2020 په مهال د پاكستان بندرځايونو په كلنه توګه درې ملين كنټينر(ټي اي يو)هينډل كړي كومو څخه چې په درېو كښې دوه برخې د كراچۍ درېو ټرمينلز او پاتې پورټ قاسم هينډل كړي۔ده په ګوته كړه چې د كراچۍ په بندرځايونو د رېل استعمال كم دے او زياتره سامان د سړكونو د لارې منتقل كېږي كوم څخه چې ګڼه او ماحولياتي مسئلې راپیدا كېږي۔وفاقي وزير احسن اقبال د غونډې په مهال ووئيل د هېواد معيشت لپاره د دې مسئلو حل ډېر ضرورې دے۔ده د منصوبه بندۍ٬ وزارت٬پورټ قاسم اتهارټي٬د سمندري چارو وزارت٬نېشنل هائي وے اتهارټي(اين ايچ اے) او رېلوے وزارت استازو يوې كمېتۍ جوړولو هدايت وركړو ٬ دا كمېټي به په دوو اوونيو كښې د مسائلو جاج اخستلو سره يوه متفقه حل وړاندې كړي۔وفاقي وزير د حكومت د عزم پخلے وكړو چې د بندرځايونو كاركردګي دې ښه كړې شي٬تجارت ته به وده وركولې شي او پائيدار معاشي پرمختګ به باوري كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں