افغان اولس لپاره د فنډز جوړېدل خوشبين دي٬ د او آئي سي په كاميابه غونډه وزيراعظم ته مباركي وركوم ۔ د پنجاب ګورنر ټويټ

image

لاهور 20 دسمبر (اے پي پي) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي چې افغان اولس لپاره د فنډز جوړېدل خوشبين دي ٬ د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په كاميابه غونډه وزيراعظم عمران خان ته مباركي وركوم۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې چوهدري محمد سرور ووئيل د اسلامي هېوادونو فرض دي چې په سخت وخت كښې د افغانستان مرسته وكړي۔ خپل ټويټ كښې د پنجاب ګورنر د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په كاميابه غونډه وزيراعظم عمران خان ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي كنفرنس لپاره ستړې هم د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل افغان اولس لپاره د فنډز قيام خوشبينه دے۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن د منطقې امن لپاره لازم دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں