اسلام آباد 31 دسمبر(اے پي پي)ايوان صدر به (نن)د خالي په ورځ اولس لپاره پرانستلے شي۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ايوان صدر به د اولس لپاره په يكم جنورۍ 2022(نن)د خالي په ورځ د 1 بجې نه تر ماښام څلورو بجو پرانستلے شي۔ماسك به ټولو مېلمنو/وګړو ته اچول لازمي وي۔د وګړو به د كووېډ ويكسينېشن سرټيفيكټ چېك كولې شي۔چاته به هم د اليكټرانك ډيوائس٬موبال فون او كيمرې راوړولو اجازه نه وي۔وګړي ايوان صدر ته د جنوبي ګيټ څخه دننه راتللے شي۔