اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ چارو ځانګړي استازي او د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي او نامتو مذهبي سكالر مولانا طارق جميل د شورو په ورځ د سري لنكا هائي كمشنر موهن وجے وكرما سره ملاقات وكړو او د سيالكوټ په پېښه ئې د افسوس څرګندونه وكړه. د سري لنكا هائي كمشنر وئيلي دي چې د سري لنكا حكومت د پاكستاني حكومت لخوا په دې لړ كښې د شويو اقداماتو څخه مطمئن دے. د شورو په ورځ د سري لنكا په هائي كميشن كښې د ملاقات كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل چې مولانا طارق جميل د سري لنكا هائي كمشنر سره د سيالكوټ په پېښه غمرازي كولو لپاره راغلے دے. مولانا طارق جميل د ملاقات په مهال وئيلي دي چې مونږ د سيالكوټ په پېښه شرمنده يو او بخښنه غواړو، مونږ د سري لنكا د خلقو هم مننه كوو. حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل چې د كېس په اړه د پراسيكيوشن معاملې په تندې سره روانې دي. ده ووئيل چې كله زه كارخانې ته لاړم نو هلته موجود خلقو ماته ووئيل چې كله مقتول انجينئر وژل كېدو نو هغه وئيل چې ما مه وژنئ ، زه كلمه وايم. زمونږ په دين كښې كوم جبر نشته، دا ظلم شوے او ظالمان به خپل انجام ته رسي. په دې موقع مولانا طارق جميل ووئيل چې اسلام د امن پېغام او د محبت درس وركوي. ده ووئيل چې د اسلامي تعليماتو له مخې سود خوړونكې او كوم بې ګناه قتلوونكې دواړه به د زياتې سزا مستحق وي. د جهالت تياره د شپې د تيارې نه هم زياته تاريك وي. ده قوم ته د قرآن پاك د مطالعې خواست كولو سره ووئيل چې د قرآن پاك په هره ژبه كښې تراجم موجود دي. ده ووئيل چې د خپل نبي صلی الله عليه وآله وسلم د سيرت مطالعه دې وكړې شي، د هغه د ژوند لوست دې وكړې شي ، د دې څخه به مونږ ته رڼا او لارښودنه ترلاسه كېږي. مولانا طارق جميل ووئيل چې مونږ د سري لنكا خلقو ته شرمنده يو چې زمونږ خلقو ظلم كړے، د اسلامي تعليماتو له مخې څوك دا حق نه لري چې څوك وسوځوي. د سري لنكا هائي كمشنر موهن وجے وكرما ووئيل چې د سري لنكا حكومت د پاكستاني حكومت لخوا په دې لړ كښې د شويو اقداماتو څخه مطمئن دے. په دې موقع حافظ طاهر اشرفي ووئيل چې په سيالكوټ كښې د كارخانې مالكانو د سري لنكا وګړي پريانتھا د دوه بچو تر پوهنتون د تعليم د خرڅ پورته كولو وئيلي دي. د دې نه علاوه د مقتول په ځائ دوهم تن هم د سري لنكا څخه راوستل شوے دے. مونږ د دوي مننه كوو چې دوي هم په هغه كارخانه كښې په ملازمت كولو امادګي ښودلې.