خواري كښو او مستحقو كسانو ته د پناه په ځايونو كښې معياري خوراك او خدمات باوري كړئ ٬ پناه ګاهو كښې مېشته كسانو ته دې د هنر زده كولو تربيه هم وركړې شي۔ د وزيراعظم عمران خان د کثير المنزله پناه ځايونو منصوبو جاج اغستو په موقع وېنا

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان خواري كښو او مستحقو كسانو ته د پناه په ځايونو كښې د معياري خوراك او خدمات باوري كولو په اهميت زور رواړلو سره اړوندو چارواكو ته امر كړے چې په پناه ګاه كښې احساس سروسز وركړئ ، په ټولنه كښې د كردار لوبولو لپاره دې په دې پناه ګاهو كښې مېشته كسانو ته د هنر زده كولو تربيه هم وركړې شي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د شورو په ورځ د کثير المنزله پناه ګاهو منصوبې د جاج اغستو په موقع خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د اړوندو څانګو د اجتماعي هلو ځلو ستائنه كولو سره د دا ډول ماډل جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم احساس ټيم سي ډي اے ، اېن سي اے او د ټولو اړوندو ادارو د شريكو ستړو ستائنه كولو سره د نوې ماډل پناه ګاهو جوړولو كارد لا ګړندي كولو امر وكړو ۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې د پناه په ځايونو كښې د احساس سروسز وركړئ ۔ د دې نه وړاندې د وزيراعظم خاص مرستيالې سينيټر ډاکټرثانيه نشتر وزيراعظم ته د پناه ګاهو د نوي تزويراتي پلان پشمول د تعميرات٬ فرنشنګ٬ ګورننس٬ ډيجيټل مانېټرنګ٬ استعداد او فنانسنګ پحقله بريفنګ وركړو۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل خواري كښو ته بسترې٬ ناشته او د خوراك سهولت نه علاوه د پناه په دې ځايونو كښې به د احساس ون ونډو مرکزونه هم وي دغسې چې خواركښ او پسمانده طبقې د حكومت د سماجي خېرښګړې پروګرامونو څخه د مستفيد كولو جوګه كړې شي۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل سي ډي اے د کابينې د منظورۍ نه پس دې مقصد لپاره د غربت خاتمې او د سماجي تحفظ ډويژن ته په رعايتي بيعه زمكه وركړې ده٬ د دوي په مرسته د پناه ځايونو نوے ماډل ډيزائن كړے شوے۔ په دې موقع په پنډال كښې په دې ماډل پناه ځايونو كښې د كارېدونكې فرنيچر او د سامان نمونې هم اېښودې شوي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم د پناه ګاه د نوي ماډل د تختۍ مخ كتنه هم وكړه۔ ماډل پناه ګاه او د فرنيچر ډھانچه بيا د سره ډيزائن كولو لپاره احساس د نېشنل كالج آف آرټس لاهور څخه هكاري لري ٬ د پناه ځايونو نوي ډيزائن كښې به لوي كچن، کولډ سټوريج ، وېټنګ لانچ او ضرورت مندو ته د خوراك او استوګنې وركولو بهتر سهولت موجود وي۔ د پناه ګاه څخه مستفيد كېدونكو ته بهترين استوګنه او معياري خوراك وركولو لپاره احساس او سرينه هوټل د وړاندې نه هم مرسته كوي٬ په وړومبي پړاو كښې به د اسلام آباد په ټولو پناه ګاهو كښې عملې او د مېشته كسانو ته د مېلمستياﺀ، د خوراك تحفظ ، ماحوليات او د هاٶس کيپنګ په اړه تربيه وركولې شي او د سهوليات باقاعده څارنه به كېږي٬ احساس تراوسه د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې 27 د پناه ځايونه پرانستې دي چې پكښې په سندھ كښې پنځه، خېبر پښتونخوا كښې 8 ، بلوچستان كښې 7، اسلام آباد كښې پنځه او ګلګت بلتستان او پنجاب كښې يو يو د پناه ځايونه شامل دي۔ د احساس پروګرام له مخې د پناه ځايونه خوراك٬ ضروري څيزونه، د جامو وېنځل او د حفاظتي معيار سره استوګنه او د ناشتې سهولتونه وركوي٬د پناه په هر ځاے كښې نزدې 500 كسانو ته وړيا خوراك وركولې شي او د شپې د سلو بسترو سهولت وركړے كېږي۔ د يادونې وړ ده څلور نوې د پناه ځايونه به په ترلائي، ترنول ، جي نائن او منډي موړ سيمو كښې جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں