لاهور 23 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار د زيارت په ورځ وزيراعلٰی ملاقات كړے او وزيراعظم يې په پنجاب كښې د روانو پرمختيائي پروژو د پېشرفت٬انتظامي چارو او د امن امان صورتحال څخه خبر كړے۔په ملاقات كښې په پنجاب كښې كروندګرو ته د تعطل نه غېر د سرې وركولو د انتظامي اقداماتو څخه هم وزيراعظم خبر كړے شو۔وزيراعظم په صوبه كښې روانې پرمختيائي پروژې٬انتظامي چارې او د امن امان صورتحال د ډاډ وړ ګرځولو سره د لا ښه والي هدايات جاري كړل۔وزيراعظم صوبائي انتظاميې ته د پروژو اثرات تر اولس رسولو لپاره د اقدامات هدايت هم كړے۔وزيراعظم ووئيل په صوبه كښې روانې پرمختيائي پرووې په وخت بشپړول پكار دي او اولس له دې هر ډول آسانۍ وركړې شي۔په دې موقع د پنجاب چيف سېكرټرې كامر علي افضل٬د پنجاب آئي جي راؤ سردار علي خان او د پنجاب وزيراعلٰی پرنسپل سېكرټري عامر جان هم موجود وو