اېف بي آربه له افغانستان سره په ټېكس لوظنامه خبرې كوي٬ د اېف بي آر وياند

image

اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی)اېف بي آربه له افغانستان سره په دوه ګوني ټېكس لوظنامه خبرېكوي٬ د پاكستان او افغانستان ترمينځه د ټېكس په اړونده لوظنامه خبرې اترې نن د نهې په ورځ كېږي۔ د اېف بي آر وياند ووئيل د افغانستان ریونیو ډیپارټمنټ(اے آر ډی) څلور كسيزه پلاوې د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه ګوني ټېكس لوظنامه (ډي ټي اے) د خبرو اترو دوهم پړاؤ لپاره د فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) په مهمه دوره راغلے ۔ د لوړې كچې دا خبرې به د روانې مياشتې 28 مې نه تر 30 مې نېټې اېف بي آر (هېډ كوارټرز) اسلام آباد كښې كېږي۔ د افغان پلاوي مشري د ریونیو آډټډائرېکټر اے آر ډی عصمت اللہ سلیمی كوي۔ د پاكستان او افغانستان ترمينځه په ډي ټي اے د خبرو اولنے پړاؤ په مارچ 2016 كښې په كاميابۍ سره تر شوے ؤ۔ هيله ده چې دا دور به هم په زړه پورې ډول تر سره شي ۔ په ېد خبرو اترو كښې د پاكستاني پلاوي مشري د اېف بي آر ډي جي (انټرنېشنل ټېکسز) قیصر اقبال كوي۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں