اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كرسمس په موقع د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې عيسائي ورورلۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي د مسيحي ټولنې هېواد لپاره مخلصانه او د قدر وړ خدمات عمر له د ستائنې وړ دي ، حکومت د عقيدې٬ مسلك يا مذهب نه پرته د ټولو وګړو آزادي مقدس ساتي او ټولو اقلتيونو ته د ترلاسه حقونو او د مراعات تحفظ به دوامداره ساتي ۔ وزيراعظم د کرسمس په موقع خپل پېغام كښې ووئيل په دې مباركه ورځ زه د حكومت او پاكستاني اولس لخوا د ګردې نړۍ عيسائي ورورولۍ ته مباركي وركوم كومه چې دوي نن د خالي په ورځ په عقيدت او احترام سره لمانځي٬ ده ووئېل د کرسمس دستورې مونږ له د عالمګير محبت، ورورولۍ ، رواداري او د نفس د قرباني درس راكوي كومه چې د هر معاشرې د پرمختګ سبب جوړېږي۔ ده ووئيل د حضرت عيسيٰ عليه السلام پيدائش ټول انسانيت او نړۍ لپاره د امن٬ ورورولۍ ٬ روادارۍ او د عقيدت علامت ګڼلے شي٬ حضرت عيسٰي (ع) نه يوازې بيمار انسانيت ته شفا وبخښله بلې د روادارۍ، محبت او خواخوږۍ غوندې اقدارو ئې تبليغ وكړو۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د عقيدې٬ مسلك يا مذهب نه پرته د ټولو وګړو آزادي مقدس ساتي او د ټولو اقلتيونو د ترلاسه حقونو او د مراعاتو تحفظ به جاري ساتي ۔ ده ووئيل مونږ د يوې داسې ټولنې تعمير لپاره عزم لرو كومه چې د اختلاف رائے احترام كوي٬ په تنوع كښې طاقت ومومي ، روادار او همكاره وي او يو داسې رياست چرته چې ټولو وګړو ته يو برابر حقونه او موقعې ترلاسه وي