د سندھ حكومت ناكامو ٬ اولسي مسئلو او زيات شويو جرمونو په ضد د پي ټي آئي سندھ حقوق مارچ د اولسي هيلو عكاسي كوي٬ وزير مملكت فرخ حبيب

image

اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت وئيلي دي د سندھ حكومت ناكامو ٬ اولسي مسئلو او په جرمونو كښې د زياتوالي په ضد د پي ټي آئي ګھوټكي څخه تر كراچۍ سندھ حقوق مارچ د اولسي هيلو عكاسي كوي٬ 13 نيمو كالو نه پيپلز ګوند په سندھ حكومت كوي خو اولس لپاره ئې هېڅ نه دي كړې۔ د خالي په ورځ وزير مملكت فرخ حبيب د پی ټی آئی حقوق سندھ مارچ په اړه خپل بيان كښې ووئيل د اېمبولینس نشتوالي د لاسه نن هم په سندھ كښی رنځوران په لاس ګاډي كښې روغتون ته راوړلې شي۔ هغه ووئيل پیپلز ګوند په سندھ كښې دومره كرپشن كړې دې چې دغلته مږې هم زړورې شوې او غنم ئې وخوړل۔ هغه ووئيل په سندھ كښې د جرمونو او ناامنۍ ذمه وار څوك دي؟ هغه ووئيل حقوق سندھ مارچ به د سندھ په بېلو ضلعو كښې كولې شي۔ ګھوټکی څخه پېل كېدونكې سندھ حقوق مارچ به بېلو ضلعو څخه تېرېدو سره په 6 م مارچ كراچۍ كښې پايې ته ورسي

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں