اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو،خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې پاکستان يو امناكه هېواد دے چرته چې د قانون حکمرانی ده،په هېواد كښې د لاقانونیت اجازه به چا له هم نه شي وركولې،ځينې كسان د سوشل میډیا پلیټ فارمز د تشدد راپارولو لپاره استعمالوي، پاکستان چا له هم په هيڅ صورت د دې خبرې اجازه نه وركوي چې د سوشل میډیا په پلیټ فارمز پاکستان كښې بے بنسټه او د دروغو ډنډوري وكړي، د دې پلیټ فارمز د اړخه كه د دې عمل مخنيوې ونه كړې شو نو ریاست به سخت اقدامات كوي۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم د مذهبي چارو خاص نمائنده حافظ طاهر محمود اشرفی سره پرېس کنفرنس ته وينا كښې نګران وفاقی وزیر ووئيل د آئین آرټیکل 19 ترمخه د رايو څرګندونې آزادی لا محدود نه بلکه قانون تابع ده،د دې ترمخه عدلیه، وسله والو ځواكونه او وروڼو هېوادونو په ضد تضحیك آمیز خبرو اجازه نشته ۔ده ووئيل ځينې كسان د سوشل میډیا پلیټ فارمز د تشدد راپارولو لپاره استعمالوي كوم چې د قانون په ضد هلي ځلي دي، حکومت به دې ډول غیر قانونی هلو ځلو په ضد د قانون له مخې سخته کارروائی کوي۔ وفاقی وزیر وئويل د سوشل میډیا پلیټ فارم د دې ذمه وارۍ څخه نه شي په شا كيدې چې چې زمونږ پلیټ فارمز كوم هېواد كښې دننه امن خرابولو او وګړي په تشدد راپارولو او كركي خپرولو لپاره استعمال شي، سوشل میډیا پلیټ فارمز ایکس (ټویټر)، یو ټیوب، فیس بك د پروپیګنډا، دروغو ، سرکاری افسرانو کردار کشی او هراساں کولو لپاره پرله پسې استعمالېږي،اړوندو کمپنیو له به دا عمل کنټرول کوي۔ده ووئيل پاکستان په هيڅ صورت كښې هم د دې خبرې اجازه نه وركوي چې دا پلیټ فارمز به په پاکستان كښې بے بنسټه ، دروغو او ډنډوري وكړي،د دې پلیټ فارمز د اړخه كه د دې عمل مخنيوې ونه كړې شو نو رياست به سخت اقدامات كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د عدلیې د كومې هم پريكړې په ضد د قانونی نظرثانی ذريعې شته،كه څوك ګيله لري نو د هغې لپاره د نظرثانی خواست وركړې كيدې شي۔ده ووئيل چا له به هم قانون لاسو كښې د اخستلو اجازه نه شي وركولې، پاکستان يو امناكه هېواد دے چرته چې د قانون حکمرانی ده،په هېواد كښې د لاقانونیت اجازه به چا له هم نه شي وركولې۔دې ووئيل مونږ پاکستان كښې مېشته ټولو غیر ملکیانو له باور وركوو چې هغوې محفوظ دې او د هغوې سلامتیا به حکومت پاکستان باوري كوي۔