اسلام آباد۔8 مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د هېواد په پرمختګ او بېلو څانګو كښې د مېرمنو د برخې اخستو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د ميرمنو پوهه او صلاحيتونه كارولو له به هر ډول ممكنه آسانۍ وړاندې كولې شي٬ زلمو ته د عصري ټېكنالوجۍ زده كړې ښودلو له به ټول وسائل كارولې شي٬ په مېرمنو د تشدد مخنيوي له به په وزيراعظم هاؤس كښې مانيټرنګ سېل جوړولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقعه په بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكوو مېرمنو ته د پاكستان ايوارډز وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د مېرمنو د حقونو تحفظ لپاره د كوم بل هېواد څخه كم نه دے٬ مېرمنې زمونږ د آبادۍ 48.3 فیصد دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې مېرمنې په خپلو پښو ودرولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د هېواد د مېرمنو د آبادۍ يوازې 23 فيصده د پاكستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كوي۔ د 25 فیصده مېرمنو آبادۍ په قامي پرمختګ او سوكالۍ كښې برخه د نشت برابر ده۔ د دې بېل سببونه دي۔ دې برخې ته مساوي موقعې وركولو او په پرمختيائي عمل كښې د دوئي ګډون باوري كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل هيله ده چې د پنجاب كابينه به د نوې ټاكلې شوې وزيراعلی مريم نواز شريف په مشرۍ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل په مېرمنو د تشدد مخنيوي له د پاكستان اولنې مركز په ملتان كښې جوړ كړے شو۔ ده ووئيل د اے اېس پي شهريار بانو نقوي كاركردګي په زړه پورې وه او په دې هغې ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل په لرې پرتو سيمو كښې به ماشومانې سكولونو ته راوستلو له مراعاتي پېكج وركول وي۔ ده ووئيل مونږ د زېور تعليم نامې سره پروګرام پېل كړے وو۔ په شپږم جماعت كښې داخله اخستونكو انجونو ته وظيفې وركړې شوې۔ ذهينو زده كوؤنكو ته د 20 اربه روپو وظيفې وركړې شوې۔ ده ووئيل مونږ له به مخ په وړاندې تلل وي ٬ قومونو ته وقار وركولو له به خپلو ماشومانو ته د آئي ټي تعليم وركول وي۔ ده ووئيل زمونږ نبي اكرم (ص) د مېرمنو مقام او مرتبه په غوره ډول وړاندې كړې ده۔ ده ووئيل په مېرمنو د تشدد مخنيوي له به په وزيراعظم هاؤس كښې مانيټرنګ سيل جوړولې شي۔ په دې موقعه وزيراعظم په بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه او خذمات وړاندې كوؤنكو مېرمنو ته ايوارډز وركړل۔