اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د دولت مشترکه عمومي سېكتره پيټريسيا سکاټ لينډ به د پاكستان حكومت به بلنه د 28 جولائي نه تر 2 اګست د پاكستان وړومبۍ سركاري دوره كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياندې لخوا د جاري بيان له مخې د دولت مشترکه عمومي سكتره به د خپلې پنځه ورځنۍ دورې په مهال د پاكستان قيادت، د کابينې غړو، يوتھ ليډرز، د سول سوسائټۍ نمائندګانو او نورو شراكتدارو سره ملاقاتونه كوي۔ د بيان له مخې عمومي سېكتره كومه چې د موسميادي بدلون د منفي اثراتو مخنيوي له د پاكستان په زره پورې ملاتړ كونكې پاتې شوې٬ د كال 2022 د تباه كونكې سېلاب د دوه كاله ترسره كېدو په موقع به پاكستان سره د خپل يووالي پخلے كوي، په كوم كښې چې د هېواد په دريو كښې دوه برخې زمكه ډوبه شوې وه او معيشت ته د 30 اربه ډالرو زيان رسېدلے ٶ٬ د پيټريسيا سکاټ لېنډ لخوا د سېلاب ځپلو ځينو سيمو د دورې كولو هم امكان شته ۔ د دورې په مهال به دواړه ډلې د پاكستان او دولت مشتركه ترمېنځه د شريكې ګټې په نورو څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره په تګلارو هم خبرې اترې كوي چې پكښې د پاکستان د قامي پرمختيائي منصوبو ملاتړ، ځوانان اختيار منده جوړول او تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول شامل دي٬ د دولت مشترکه او د پاکستان لخوا كال 24-2023 د “ځوانانو كال” ګرځولو نه وروستو د دولت مشتركه يوتھ منسټرز ميټنګ مشرې كولو سره به عمومي سېكترې ته د وزيراعظم يوتھ پروګرام په اړه تفصيلي بريفنګ وركولې شي۔ په بيان كښې زياته كړې شوه چې پاكستان د تنظيم باني غړو په توګه دولت مشتركه له په نړيوالو مسئلو او چېلنجونو د اتفاق راپېدا كولو په ره د يو مهم فورم په توګه اهميت وركوي٬ د دولت مشترکه عمومي سېكترې پيټريسيا سکاټ لينډ دوره به د پاكستان او دولت مشترکه ترمېنځه د اوږد مهاله شراكتدارۍ لا مستحكمولو لپاره يوه مهمه موقع رامخې ته كړي۔