د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په خېبر ضلع كښې د نامعلومو ترهه ګرو په ډزو د درېو كسانو د شهادت غندنه وكړه

image

پیښور 31 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د خېبر ضلعې په لواړګي سيمه كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره د شهيدو شوو يو وګړي او دوو پوليس اهلكارو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه ۔ده په پیښه د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه او په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬ صوبائي حكومت به د شهيدانو كورنۍ يوازې نه پرېږدي او د هغوي هر ممكنه مرسته به كولې شي٬د اولس د ځان او مال حفاظت لپاره پوليس بې مثاله قربانۍ وركړي۔ګورنر د ترهه ګرو په بريد كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د پوليس شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس او د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ضائع نه ځي

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں