اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د جمو و کشمير په اړه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د رابطه ګروپ غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 79 غونډې په مهال شوې۔ د خارجه دفتر وياندې د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل د او آئي سي سيکرټري جنرل حسين براهيم طحه په مشرۍ كښې د رابطه ګروپ د غړو هېوادونو نمائندګانو په غونډه كښې ګډون كړے چې پكښې پاکستان، سعودي عرب، ترکيه، نائجر او آذربائيجان شامل دي او د کشميري اولس حقيقي نمائندګانو پلاوي هم په غونډه كښې ګډون كولو۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف په غونډه كښې د پاكستان د پلاوي مشري كړې۔ ده په دې موقع رابطه ګروپ ته د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې په سياسي، د سلامتيا او د بشري حقونو په صورتحال بريفنګ وركړو۔ وياندې ووئيل د رابطه ګروپ غړو هېوادونو د او آئي سي اېجنډه كښې د جمو و كشمير شخړې د اهميت ذكر كولو سره د كشميريانو د حقونو او د آزادۍ د ملاتړ څرګندونه وكره او د جمو و كشمير زر او په سوله ايز حل له يې زور راړٶ۔ دغونډې په پائي كښې جامع مشتركه اعلاميه منظور هم كړې شوه چې پكښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكۍ د ناقابل تنسیخ حق ترلاسه كولو لپاره د او آئي سي لخوا د دوي د جائزو هلو ځلو د ملاتړ پَخلے وكړے شو۔ په مشتركه اعلاميه كښې په سياسي ګوندونو پابندي او د كشمير د آزادۍ د تحريك د كاركنانو د جائيدونو ضبط كولو د روان كمپائن هم غندنه وشوه۔ په اعلاميه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې په مقبوضه كشمير كښې تش په نامه انتخابي عمل د خپلواكۍ حق نعم البدل نشي كېدے٬ رابطه ګروپ په هند زور راوړو چې ھغوي په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې د كشميريانو د خواهش له مخې د شخړې حل لپاره اقدمات وكړي۔ وياندې ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې سپېځلې او سوله ايز حل لپاره د كشميريانو وروڼو خونېدو سياسي٬ سفارتي او اخلافي ملاتړ به روان ساتي