د آئي اېم اېف ايګزيکټو بورډ د پاکستان لپاره توسيعي فنډ سهولت ترمخحه 37 مياشتو لپاره 7 اربه ډالره توسيعي پيکيج منظوري۔ د آئي اېم اېف اعلاميه

image

واشنګټن، ډي سي /اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) ايګزيکټو بورډ 2024 آرټيکل IV مشاورت نه پس د پاکستان لپاره توسيعي فنډ سهولت ( اي اېف اېف ) ترمخه 37 مياشتو لپاره د 7 اربه ډالره توسيعي پيکيج منظوري وركړې ده ، د آئي اېم اېف د کيمونيکيشن څانګي د اړخه جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوې چې پاکستان د 24-2023 سټينډ بائي ارينجمنټ (ايس بي اے)له مخې مستقل پاليسي نفاذ سره سره د معاشي استحکام بحالۍ لپاره په زړه پورې اقدامات کړې دي ،مالي كال 2024 كښې شرح نمو كښې 2.4 فيصده اضافه شوي ، زراعت په څانګه كښې ښه والې راغلے ، مناسب سخت مالياتي نظم او پاليسيو سره ګرانآ كېږي كومه چې سنګل ډيجيټ ته راغلې۔ کرنټ اکاؤنټ او غير ملکي زرمبادلې صورتحال كښې ښه والې راغلے ۔ آئي اېم اېف د افراط زر ،مستحکم هېواد او بهرني حالات عکاسي کولو سره ووئيل اسټيټ بينك آف پاکستان جون راهسې پاليسي شرح كښې په مجموعي توګه 450 بي پي اېس کمي کولو کامياب شوې د كوم حمايت چې مالي كال 25 بجټ څخه هم شوې دے ۔ آئي اېم اېف تجويز وړاندې كړې چې ټيکس نيټ كښې اضافه کولو ته اړتيا ده دغسې چې مالي استحکام ترلاسه شي او د هېواد سماجي او ترقياتي خرڅونه ضروريات پورا کړي۔ د ايګزيکټو بورډ غونډي نه بس د آئي اېم اېف ډپټي منيجنګ ډائريکټر او لنډمهاله چيئرمېن کينجي اوکامورا په خپل بيان كښې ووئيل تير كال په مهال پاکستان كښې اقتصادي استحکام بحالۍ ، کمه موده كښې خطرو كمولو او د باور بحالۍ لپاره سمو پاليسيو نفاذ مهم ؤ۔ معاشي شرح نمو بحال شوي،تير كال په مقابله كښې د زرمبادلې پانګې يو په د وه زياتيدو سره د ادائيګيو بهرني فشار كښې كمې راغلے او د افراط زر شرح كښې هم ښكاره ككې شوي۔د دې پيش رفت باوجود ځيني ساختي چيلنجونه اوس هم شته او پاکستان د لچك او اقتصادي امکاناتو قوي كولو لپاره لوظي دے او د مستقل هڅو ته اړتيا ده۔ده ووئيل مالياتي استحکام برقرار ساتلو او نجي سرمايه کارۍ ته ودي وركولو لپاره مالي كال 25 او دې نه پس مالياتي استحکام جاري ساتل ، محصولات زياتول او محتاط خرڅونو انتظام د لارې ټيکس بنياد ته پراختيا وركولو او وړاندې څخه کم ټيکس لرونكي څانګي (پشمول صنعت کارو، ډويلپرز او په لويه توګه زراعت) بوجھ اچولو سره ريونيو كښې اضافه كولو سره به انصاف او کارکردګي ښه كول وي او په انساني وسائلو ضروري سرمايه کارۍ لپاره به فنډز موجود وي۔ډپټي منيجنګ ډائريکټر ووئيل ګرانۍ كښې كمې خوشبينه دے۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں