د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ”د اولس حق خود ارادايت په نړيواله كچه احساس” لرلو له د پاكستان قرارداد په يوه خله منظور كړو

image

اسلام آباد/نيويارك 18دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ”د اولس حق خود ارادايت په نړيواله كچه احساس”په اړه د پاكستان قرارداد په يوه خله منظور كړے٬په اتفاق سره د منظور كړي قرارداد د ټولې نړۍ بېلو برخو څخه په لويه شمېره هېوادونو ملاتړ او مرسته وكړه ۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې دا قرارداد د غېر ملكي قبضې٬ نو آبادياتي تسلط او محكوميت له مخې د اوسېدونكو ټولو خلقو د حق خود ارادايت ناقابل تنسيخ حق توثيق كوي ٬ قرارداد كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې په ټوله نړۍ كښې د حقونو تحفظ او پرمختګ لپاره د دې حق بشپړ ادراك ضرورې دے۔بيان له مخې د څلورو لسيزو نه زياتې مودې نه پاكستان دې كلنه قرارداد كښې د هغه خلقو روانو هلو ځلو ته په خاص توګه څوك چې د جابرانه قبضو لاندې ژوند تېروي پلو پام ګرځولے دے كوم چې د حق خود اراديت څخه محروم دي۔دا قرارداد د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو او كشمير او فلسطين كښې د خلقو په ناوړه حالت رڼا اچوي چې ورسره د حق خود اراديت لپاره د هغوي جائزو هيلو ته لا نړيواله مرسته ترلاسه كېږي۔د دې قرارداد متفقه منظوري د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د اجتماعي رائے عكاسي كوي او د خود اراديت اصول لا قوي كېږي څنګه چې د نړيوال قانون پشمول د ملګرو ملتونو چارټر د شهري او سياسي حقونو په نړيوالو لوظ نامو او اقتصادي٬سماجي او كلتوري حقونو كښې درج دي۔د بيان ترمخه دا انصاف امن او مساوات لپاره د نړيوال عزم هم تصديق كوي۔د دې اصولو تصديق كولو سره قرارداد په ټوله نړۍ كښې د خلقو لپاره د يو والي يو مضبوط پیغام دے كومو چې د غېر ملكي قبضې او تسلط نه آزادۍ له هلې ځلې روانې ساتلې دي۔دا قرارداد نه يوازې د غېر ملكي مداخلت او يرغل خاتمې غوښتنه كوي بلكې د قبضې لاندې د ژوند كوونكو خلقو د حقونو احترام په اهميت هم زور راوړي۔په بيان كښې وئېلې شوي په دې معامله د پاكستان ثابت قدم قيادت دا خبره باوري كوي چې د حق خود اراديت موضوع د نړيوالو خبرو اترو د يوې مركزې ستنې په توګه برقرار پاتې شي كومه چې په نړۍ كښې لاكهونو هغه خلقو ته يو اميد وركوي چا چې د آزادۍ لپاره هلې ځلې روانې ساتلې دي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں