كوئټه 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خضدار كچلاك قامي ستره لارې سېكشن ون او ټو سنګ بنياد اېښودے ۔د خالي په ورځ په يوه خاص دستوره كښې وزيراعظم د پروژې سنګ بنياد كېښودو۔په دې موقع د بلوچستان اعلٰی وزير عبدالقدوس بزنجو٬د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود٬صوبائي وزيران٬د پارليمان غړي او د اېن اېچ اے او نور د اړوندو محكمو اعلٰی افسران هم موجود وو۔د كراچۍ-كوئټه-چمن سترې لارې ټول اوږدوالے 790 كلوميټره دے۔كراچي-كوئټه-چمن ستره لارې 330 کلومیټره برخه خضدار۔کچلاك تعمیرنو سره به دا دوه اړخيزه كولې شي،په دې ستره لاره به 37 پلونه او يو زر کلورټس جوړولې شي،د ورځې به په دې 12 زره څخه زيات ګاړې ځي راځي او دې سره به وګړو ته د مزل آسانۍ ترلاسه شي۔د سړك جوړيدو سره به 5 زره كسانو ته د روزګار موقعې هم ترلاسه شي۔