سكروټني كمېټۍ خپل رپورټ كښې د اكبر اېس بابر دعوې په ډاګه كړې٬مريم او بلاول دې دپارټي اكاؤنټس ځواب وكړي٬ وزير مملكت فرخ حبيب

image

اسلام آباد۔1فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې سكروټني كمېټۍ په خپل رپورټ كښې د اكبر اېس بابر دعوې په ډاګه كړې ٬ مونږ ته د اسرائيل او هند څخه د فنډز اخستو طعنې راكوؤنكي مريم او بلاول دې د خپلو پارټي اكاؤنټس ځواب وكړي٬ د اکبر اېس بابر درخواست او هغې سره لګېدلې ټولې ادعاګانې بې بنسټه ثابت شوې٬ هېڅ ثبوت نه وو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د فنډنګ كېس اورېدنې نه وروستو الېكشن كمېشن څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ هغه ووئيل د ن لیګ، پی ټی آئی او پیپلز ګوند فنډنګ كېس په اړه سماعت په الېكشن كمېشن كښې روان دې ٬ نن د سكروټني كمېټۍ رپورټ جمع شوې دې ، پېراوائز جواب الېکشن کمېشن ته وړاندې كوؤ۔ وزیر مملکت ووئيل اكبر اېس بابر سكروټني كمېټي مطمئن نه كړې شوه٬ ن لیګ او پیپلز ګوند د خفيه اكاؤنټس تفصيلات ورنكړې شول ، د كروړونو روپو ثبوتونه نشته٬ د پاپړ او فالودې خرڅونكو او د مړو په اكاؤنټونو كښې پېسې راوځي۔ د سکروټنی کمېټی غړي ریټائرډ كېدو سره غېر فعاله شوي دي۔ هغه ووئيل پي ټي آئي خپل ټول ثبوتونه وړاندې كړې دي٬ نور دې هم راوړاندې شي۔ هغه ووئيل د ثناﺀ الله ججانو ته دړكه د ټولو وړاندې ده ٬ دا په عدليه بريد دے ، د اعلی مشرتابه نوټس نه اخستلو مطلب دا دې چې دا د دوئي پارټي پالېسي ده۔ فرخ حبيب ووئيل زمونږ مطالبه ده چې رانا ثناﺀ الله دې عدليه ته په دړكو وركولو معافي وغواړي۔ هغه ووئيل په اولني ځل د طاقتور احتساب كېږي او مونږ د احتساب عمل سره ولاړ يؤ

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں