د امريكې كمپنۍ دې پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي چرته به چې هغوي له محفوظ چاپېرچل او ګټه منتقل كول باوري كولې شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

image
APP94-20 NEW YORK: September 20 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi addressing the business community at a reception hosted by US-Pakistan Business Council (USPBC). APP

نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امريكې كمپنو ته وئېلي دي په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړې چرته به چې تاسو له محفوظ چاپېرچل په زړه پورې ګټه او د هغې هېواد ته منتقل كول باوري كولې شي۔د پاكستان امريكې بزنس كونسل د سيوري لاندې د ماسپښين مېلمستيا ته پھ خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان به په 2025 كښې د نړۍ 20 لويو معاشي قوتونو كښې شامل شي۔د پاكستان 60 فيصده آبادي د 30 كاله څخه كم عمره او په لس كروړه مډل كلاس اولس مشتمله ده٬مېلمستيا كښې د امريكې د لويو كمپنو مشرانو او نمائندګانو ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان هر ډول صلاحيت لري د كوم منلو ته چې اړتيا ده۔ده تېره شپه د استقبالې په موقع د امريكې دوهم اولس مشر سره د ملاقات ذكر وكړو۔ده ووئيل د امريكې دوهم اولس مشر مائيك پينس سره شوې ملاقات ګټور ؤ۔ده ووئيل د امريكې قيادت د پاكستان په اړه مثبته رويه لري او زه هم هغوي له باور وركوم چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د خپلې خاورې څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دے۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د پاكستان حكومت د سرمايه كارو د حاجتونو څخه خبر دے۔ده باور وركړو چې د غېر ملكي كمپنو ټول حاجتونه به تر سره كولې شي۔وزيراعظم پاكستان كښې د امنيت په اړه اندېښنې په بشپړه توګه رد كولو سره ووئيل په پاكستان كښې د امريكې ځينې كمپنۍ وړاندې څخه موجود دي او ښه كاروبار كوي۔ده د جنرل اليكټرك حواله وركړه كومه چې د پاكستان په بېلو پروژو كښې كار كوي۔ده ووئيل د امريكې كمپنۍ په سي پېك كښې سرمايه كاري كولې شي۔سي پېك كښې چين د 60 اربه ډالره سرمايه كاري كوي۔ده ووئيل سي پېك سره به د مينځني آسيا هېوادونو لپاره نوې لاره پرانستلې شي۔ده ووئيل د ميكرو اكنامك اشاريې ښه شوي٬شرح نمو په څلورو كلونو كښې 5.3 فيصد ته رسېدلې كومه به چې راروان كال 6 فيصده ته ورسي۔ده ووئيل د هېواد سټاك ايكسچېنج نړۍ او سيمه كښې د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوي۔وزيراعظم ووئيل 2018 كښې به لس زره مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله كړې شي۔ده ووئيل د جديد ليكوئيفائيډ نچرل ګاز ټرمينل جوړولو سره به د قدرتي ګاز حاجت هم پوره شي۔ده ووئيل د اوبو لويې پنګې هم تندۍ سره بشپړولې شي چې ورسره به د برېښنا پېداوار زيات شي۔ده ووئيل پاكستان امن لپاره لويې قرباني وركړې٬د ترهه ګرۍ جالې ختمې كړې شوي او پاكستان به په بشپړه توګه يو محفوظ هېواد جوړولې شي۔ده ووئيل نړۍ امن ناكه جوړولو لپاره پاكستان د 120 اربه ډالرو معاشي زيان پورته كړی۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال