بانكونو او مالیاتی ادارو د تير مالي كال په مهال زرعی څانګې له 342 اربه روپۍ قرضې وركړې

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی) د تير مالي كال 2017ء په مهال بانكونو او مالیاتی ادارو زرعی څانګې له 342 اربه روپۍ قرضې وركړې دغسې د قرضو وركولو هدف 340 اربه روپۍ ټاكلې شوې ؤ۔ د سټيټ بانك راپور له مخې د تير مالي كال پھ مهال زرعی پرمختيائي بانك د خپل هدف 90.2 فیصده مساوی 92.5 اربه روپۍ زرعی قرض جاری کړې دغسې 15 نورو ځائې بانكونو لخوا د هدف 99.6 فیصده مساوی 139.1 اربه روپۍ قرضې وركړې دي۔ دغسې 10 مائکرو فنانس بانكونو په دې مهال 60.1 اربه روپۍ زرعی قرضې وركړې دي۔ راپور له مخې هېواد كښې كار كونكو څلورو بيلو اسلامی بانكونو هم د خپل هدف 11 اربه روپو مقابله كښې 12.3 اربه روپۍ زرعی زرضې وركړې دي۔

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2