اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي مونږ باور لرو چې د خپلې مودې ترسره كولو په مهال يعني په كال 2018 كښې به د 2013 په مقابل كښې بهتر پاكستان پرېږدو٬هيله ده چې په 2018 كښې به مونږ مسلم ليګ(ن)بيا ټول ټاكنو كښې برې ترلاسه كړو٬مونږ غواړو چې څوك هم اقتدار له راشي هغوي ته يو بهتر پاكستان پاتې وي٬د حكومت د كاركردګۍ ښه قاضي د پاكستان اولس دے او د دغې پريكړه په پولنګ سټېشن كېږي٬په 1993 كښې كه د نواز حكومت غېر مستحكم شوے نه ؤ او خپله موده يې ترسره كړې وه نو نن به د هېواد د پرمختګ شرح ډېره ښه وه٬د حكومت په څلورو كلونو كښې پرمختګ تر نظره كېږي٬زمونږ دعوی ده چې څومره كار مونږ پھ څلورو كالو كښې كړی دومره په پنځلسو كلونو كښې نه دې شوې٬دا پريكړه به تاريخ كوي٬د نواز شريف په ضد پريكړه اولس قبوله نه كړه ٬ د هغه د حكومت نه پس په معيشت آغېز پريوتے٬نه زه وړاندې د وزيراعظمۍ اميدوار ووم او نه مې خواهش لرلو٬دا د ګوند پريكړه وه٬زه به هڅه كوم چې د خپلې تجربې ترمخه د نوازشريف پالېسۍ مخ په وړاندې بوځم او مسائل حل كړم٬د كابينې د ملګرو سره د 30 كلونو ملګرتيا لرم٬ځكه كوم مشكل سره نه مخ كېږم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پي ټي وي پروګرام كښې وكړه۔ده ووئيل زمونږ اهداف د ټېكس جال پراخا كول دي او دا زمونږ او د ټولو سياسي ګوندونو د منشور برخه هم ده دغسې مونږ د تعليم او د روغتيا څانګو ته هم پام لرنه كوو۔ده ووئيل د وزيراعظم په توګه ذمه وارۍ د وفاقي وزير نه مختلفې وي٬وفاقي وزير يوازې د يوې محكمې ذمه وار وي او وزيراعظم د كورنيو سره بهرنۍ ذمه وارۍ هم ترسره كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په مسلم ليګ(ن)كښې د اختلافاتو خبرې ډنډورې او د ورځپاڼو ښكلا ده دا د حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ووئېل اختلاف رائے د جمهوريت او د سياسي ګوندونو حسن دے خو د اكثريت پريكړه ختمي وي٬ده ووئيل په ټولو غونډو كښې په دې خبره سلا راغلې چې د ګوند مشر به نواز شريف وي۔د رياض حسېن پيرزاده رائے د هغه حق دے مونږ يې احترام كوو خو هغه له په جنرل كونسل كښې خبره كول پكار وو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اوسني حكومت داسې كارونه كړي د كومو اثرات به چې تر راروانو پنځلسو كلونو محسوسېږي۔ده ووئيل كه زه هره اونۍ د يوې پروژې پرانسته وكړم نو بيا به هم تر جون منصوبې ختمې نشي۔ده ووئيل مونږ ببشپړ باور لرو چې د خپلې مودې ترسره كولو په مهال يعني په كال 2018 كښې به د 2013 په مقابل كښې ښه پاكستان پرېږدو او هيله ده چې په 2018 كښې به هم مسلم ليګ(ن)په ټول ټاكنو كښې برې ترلاسه كوي۔ده ووئيل اوسنې اسمبلۍ به خپله موده په څلورم جون 2018 ترسره كوي او د دغې نه پس به 60 ورځو كښې ټول ټاكنې كېږي٬مونږ به د كاركردګۍ په بنياد او مخالفه ډله به د تنقيد په بنياد اولس ته وړاندې كېږي ٬ د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل زه 100 فيصده باور لرم چې نه يوازې د سېنېټ بلكې ټول ټاكنې به هم په خپل وخت كېږي او چې څوك دا وائي چې حكومت به خپله موده نه ترسره كوي زه په هغوي شك لرم۔ده ووئيل جمهوريت هر وخت چېنلجونو سره مخه وي د دغې مقابله كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل زه د تېرو 7 پارلیمانونو برخه پاتې شوې يم په كومو كښې چې يوې اسمبلۍ خپله موده ترسره كړې۔وزيراعظم ووئېل د جمهوريت ښه والې په دې كښې دے چې اسمبلۍ خپله موده ترسره كړي او بيا اولس پرېكړه وكړي۔ مسلم ليګ ن كښې د اختلافاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا بې بنسټھ خبرې دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاک چین اقتصادی راهداری منصوبه حقيقت كښی يو داسې ګېم چېنجر دے چې ګټه به ئې تر پېړو پاكستان ته رسي ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ د خپلو وسائلو په بنياد كړې۔ مونږ كله هم د دې معاوضه چا څخه نه ده غوښتې۔ سباؤن كښې به هم دا جنګ كوؤ۔ ده ووئيل افغانستان كښې ترهګرو څخه پاكستان ته خطر دے۔ پاكستان افغانستان كښې امن غواړي۔ پاكستان د 30 لكهه افغان كډوالو كوربتوب د تېرو څو لسيزو څخه كوي۔ ده ووئيل امريكا سره خبرې اترې ټول عمري په صحيح لوري وې۔ مونږ د ترهګرۍ ناسور مقابله كړې او د دې په ضد مو كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده ووئېل په داسې حالاتو كښی مونږ دا ګڼو چې د ډومور غوښتنې ګنجائش نشته او نه مونږ دا غوښتنه اورېدلې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند د ناپاكه عزم د مقابلې بشپړ صلاحيت لرو۔ د ترهګرۍ په ضد تر ټولو لوئے جنګ پاك پوځ كړے۔ ده ووئيل هند د كشمير د آزادۍ هڅې له مينځھ وړولو له هره حربه كاروي۔ د پاکستان او هند ترمينځھ د ټولو مسئلو حل د مذكاراتو د لارې ممكن دے او دواړه اتومي هېوادونه دي۔۔ ده ووئيل د كشميري اولس هڅې ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نه لري پاكستان به د دوئي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل مونږ د برابرۍ په كچه او د كشمير مسئلې تر مخه خبرو كولو ته چمتو يو۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ كاميابۍ ترلاسه كړي ۔ مونږ ترهګري ختمه كړې ۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو دغه وخت كراچۍ د نړۍ 5 خطرناكو ښارونو كښې شامله وه ولې نن دلته حالات ښه دي او اوس د دې ښار شمېره د نړۍ په 100 خطرناكو ښارونو كښې هم نه كېږي۔ ده ووئيل فاټا كښې مو حكومتي رټ په ځائې كړې۔ هر وګړې بدلون محسوسوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سټيل ملز او پي آئي اے مناسب حل د دغې نجكاري ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اېل اېن جي په سوب د لوډشېډنګ ختمېدل ممكن شوے۔ په راروان ژمي كښی به د ګاز لوئے مقدار ترلاسه وي بياهم ځينې داخلي مسئلو سره به مخ يو۔ ده ووئېل 20 څخه تر 30 فیصده اضافی ګاز به ترلاسه وي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د توان مسئلې حل د ګاز نه غېر ممكن نه وې۔ ایران۔پاکستان ګاز پائپ لائن منصوبه د نړيوالو بندېزونو په سوب مسئلو سره مخ وه۔ د دې يواځنې حل اېل اېن جي وه۔ وزيراعظم ووئېل زمونږ څخه وړاندې حكومتونو 7 ٬ 8 ځله د دې منصوبې لپاره هڅې وكړې ولې مونږ د 20 مياشتو په لږه موده كښې دغې ته عملي شكل وركړو۔ دا د نړۍ تر ټولو ارزان كنټرېكټ دے كوم كښې چې د حكومت څخه زيات اېل اېن جي پرائېوېټ سېكټر راوړي