اسلام آباد 16 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د وفاق د سېورې لاندې د قبائيلي سيمو (فاټا) ضم كولو او سيمه كښې تعمیر او پرمختګ باورې كولو له د وفاقي او ټول صوبائی حکومتونو سلا شوې۔ ده دا خبرې د زيارت پھ ورځ د قبائيلی سيمو څخه تعلق لرونكو د سیاسی ګوندونو یوتھ ونګز جرګې سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې په وزیراعظم هاؤس كښې ده سره ليدلي۔ جرګه كښې د مسلم سټوډنټس فیډرېشن، انصاف سټوډنټس، قامی وطن ګوند یوتھ ونګ، اسلامی جمعیت طلبه ، فاټا سټوډنټس آرګنائزېشن، پښتون سټوډنټس آرګنائزېشن، خېبر سټوډنټس آرګنائزېشن او نور یوتھ ونګنز او د تنظیمونو عهدیدارو ګډون وكړو۔ د سېفران وفاقی وزیر لیفټیننټ جنرال(ر) عبدالقادر بلوچ او سينئر خبريال سلیم صافی هم د ملاقات په مهال موجود ؤ۔ ملاقات كښې د فاټا ضم كولو په اړه پھ چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاری شوې بیان له مخې وزیراعظم سره د فاټا یوتھ جرګې د ملاقات اهتمام خبريال سلیم صافی کړې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل د فاټا ضم كولو په لړ كښې د جوړې كړې شوي د اعلیٰ پائې د عمل درآمد کمېټۍ لخوا دا خبره باور وركولې كېږي چې د ضم كولو په اړه ټول ضروری آئینی، انتظامی او قانونی چارې دې د آئین او قانون له مخې زر تر زره ترسره كړې شي دغسې چې په لږ وخت كښې د فاټا ریفارمز کمېټۍ سفارشاتو ته عملی شكل وركړې شي۔ جرګې د وزیراعظم سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د هر ډول سیاسی تړون نه غير د قبائيلی اولس او یوتھ دا متفقه غوښتنه ده چې قبائيلی سيمې دې په خېبر پښتونخوا كښې ضم كړې شي او دا عمل دې په تندۍ سره بشپړ كړې شي دغسې چې د اولس هيلو ته عملي شكل وركړې شي او د سيمې تعمیر او پرمختګ او په قامی چوكاټ كښې شامل کړې شي۔ د جرګې د اړخه د فاټا یوتھ نمائندګانو ایوان وزیراعظم ته پھ رابللو او په يوه مهمه قامی مسئله خپل نقطه نظر وړاندې كولو له په موقع وركولو د وزیرِاعظم شاهد خاقان عباسی مننه وكړه۔ د جرګې غړو ووئيل د ځينو نمائندګانو د بيل نقطه نظر په بنیاد د ضم كولو معاملې دې د التوا ښكار نه كړې شي او د رائيو د اکثریت احترام کولو سره دې دا مسئله زر تر زره حل كړې شي۔ په دې موقع سلیم صافی ووئيل د فاټا اولس دا حق لري چې د هېواد د نورو برخو په شان هغوي له هم د هېواد د آئین له مخې ټول حقونه وركړې شي