بي آئي اېس پي مستحق كورنۍ پخپلو پښو اودرولو لپاره په سکل ډويلپمنټ او ټيکنيکل ايجوکيشن پروګرامز پېل كولو کار كوي۔ روبينه خالد

image

کراچۍ 14 اکتوبر (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي بي آئي اېس پي مستحقې كورنۍ پخپلو پښو اودرولو لپاره په سکل ډويلپمنټ او ټيکنيکل ايجوکيشن پروګرامز پېل كولو کار كوي۔ دا خبره دې د سنده د تعليم او خواندګۍ صوبائي وزير سيد سردار علي شاه سره په ملاقات كښې كړې٬ ملاقات كښې د بينظير انکم سپورټ پروګرام څخه مستفيد كېدونكو كسانو له د سکل ډويلپمنټ او بينظير انکم سپورټ پروګرام د دريو مياشتو قسط ادا كولو ٬ په سکولونو كښې د کيمپ سائټس مختص كولو او په صوبه كښې د ټيکنيکل اينډ ووکيشنل تعليم ودې او مرستې پحقله د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د اېجوكېشن صوبائي سيکرټري زاهد علي عباسي، د بي آئي ايس پي سندھ ډائريکټر جنرل ذوالفقار شېخ او نور چارواكي هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں