اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو د 23مې غونډې ګډون كوٶنكو مېلمنو هركلي لپاره نغمه جاري كړې۔ په نغمه كښې د پاکستان رنګينه كلتوري ورثه او د مېلمستياﺀ روايت وړاندې كړے شوے٬ د دې نغمې عکس بندۍ كښې د پاکستان ښائسته ځايونه٬ تاريخي او مهمې ودانۍ او متنوع كلتور ډېر په ښه ډول وړاندې كړې شوي ۔ د دې نه علاوه د پاکستان پرمختګ لپاره د پاكستاني اولس محنت٬ مېنه او جذبه هم ډېر په په زړه پوري ډول رامخې ته كړې شوې ۔ د پاکستان نوموړي سندرغاړي عمير جسوال په غږ دا نغمه ”خوش آمديد“ (هركله راشئ) په لفظونو كښې د پاکستانيانو مېلمستياﺀ او د اېس سي او د حكومتي مشرانو د هركلي جذبه ځاے كړې شوې۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت دا هيله څرګنده كړې چې دا نغمه به مېلمانه د پاكستان كلتور څخه اشنا كړي او د دوي په زړونو كښې به د پاكستان مينه راپېدا كړي۔