اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوې هنرمند او نيم هنرمند افرادي قوت بهر لېږلو لپاره ترجيحي اقدامات کوي، نرسز بهر ته لېږلو لپاره دسمبر كښې په هېواد كښې په وړومبي ځل د نړيوال معيار امتحان كېږي چې پكښې به 100 نرسز شامل وي۔د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې سيد مصطفيٰ کمال او نورو غړو په پوښتنه وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن ايوان ته ووئيل د ګڼو هېوادونو څخه د افرادي قوت طلب راغلې،د نرسز په اړه پاکستان كښې نړيوال امتحان په وړومبي ځل دسمبر كښې كېږي چې پكښې 100 نرسز ګډون كوي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې هنرمند يا نيم هنرمند افرادي قوت به پاکستان څخه بهر لېږلې شي۔ وزيراعظم د سکل ډويلپمنټ په اړه په دوه وزارتونو مشتمل کمېټي جوړه كړي۔ده ووئيل زياتره طلب د غيرهنرمند افرادي قوت راځي او مونږ خپلواكه هېوادونو ته اوس د هنرمند او نيم هنرمند افرادي قوت پيشکش کوو۔ده ووئيل حکومت افرادي قوت تربيې په اړه اقدامات کوي۔