وزیراعظم محمد شهباز شریف د سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن صدراتی ټاكنو كښې كامياب شوې نوې منتخب صدر او انډیپنډنټ ګروپ مشر له مبارکي وركړه

image

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن صدراتی ټاكنو كښې په كاميابۍ نوې منتخب شوې صدر میاں رئوف عطاء او د انډیپنډنټ ګروپ مشر احسن بھون له مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې نوې منتخب شوي عهدیدار به د وكيلانو مسئلو حل كولو پشمول په مهمو قانونی او عدالتی چارو كښې مثبت او كوټلې کردار ترسره كړي۔د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس پریس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن ټاكنو کښې په کامیابۍ د ګروپ ټولو مشرانو له مباركي وركړه۔ده ووئيل هيله لرم چې نوې منتخب شوې صدر میاں رؤف عطاء پشمول ټول عهدیدار به د بار او وكيلانو ښېګړے لپاره كار وكړي، وکيلانو به په 26م آئینی ترمیم عملدرآمد، آئین او پارلیمان سرلوړۍ لپاره خپل مثبت کردار روان وساتي۔ده ووئيل ټول وكيلان د مبارکۍ مستحق دي كومو چې رؤف عطاء په صورت كښې د ښه قیادت انتخاب کړې۔

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں