وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه او وزيراعلٰی ګلبر خان سره ملاقاتونه

image

ګلګت 06 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه او د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی ګلبر خان سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د ګلګت بلتستان ګورنر او وزيراعلٰی وزيراعظم ته په هېواد كښې په اوسني معاشي استحكام پېرزوئنې وړاندې كړې۔دواړو لارښودو په ګلګت بلتستان كښې د ګڼ شمېر پرمختيائي پروژو د بنياد تيګې په یښودو د وزيراعظم مننه وكړه۔په دې موقع وزيراعظم هدايت وكړو چې د ګلګت بلتستان اولس خېرښېګړی لپاره دې دا پرمختيائي پروژې زر تر زره بشپړول باوري كړی شي۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان اولس پرمختګ ٬ خوشحالۍ او خېرښېګړی لپاره هلې ځلې كوي ۔دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی روايتي چوغه او ټوپۍ هم ډالۍ كړل۔

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں